Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اسټرالیا له خپلو وګړو غوښتي چې افغانستان ته له سفره ډډه وکړي

په افغانستان کې د بهرنیو وګړو د امنیت په تړاو د اندېښنو په لړ کې د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا خپلو وګړو ته سپارښتنه کړې چې افغانستان ته له سفره ډډه وکړي.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د کابل په ګډون په افغانستان کې د ترهګرۍ او انسان تښتونې ګواښ شته او ترهګر په دغه هېواد کې بهرنیان، غیر دولتي سازمانونه او بشري عملیات په نښه کوي.

د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت په دغه خبرپاڼه کې ویلي:«موږ د افغانستان لپاره خپلې سپارښتنې ارزولې دي د کابل په ګډون د ډېر خطرناک امنیتي وضعیت او د ترهګرۍ او انسان تښتونې د لوړ ګواښ له امله افغانستان ته سفر مه کوئ. ترهګر د بهرنیو وګړو، نادولتي سازمانونو او د بشري عملیاتو په نښه کولو ته دوام ورکوي. د اسټرالیانو په ګډون بهرني وګړي د انسان تښتونې یا نیول کېدو له ګواښ سره مخ دي. په افغانستان کې هیڅ اسټرالیایی چارواکي نشته او په افغانستان کې اسټرالیایانو ته د کونسلي او پاسپورټي مرستو د وړاندې کول لپاره زموږ وړتیا خورا محدوده ده.»

په تېر حکومت کې د ولسي جرګې غړي، شاپور حسن‌زوی په دې تړاو طلوع نیوز ته و ویل: اسټرالیا خپلو وګړو ته وايي، چې افغانستان ته مه ځئ هلته درته خطر پیښیږي، یانې دوی وار لمخې، غریبانو یو طرحه جوړه کړې چې افغانستان نا امنه کړي، دوی له دغو طرحو پوره معلومات لري.

تر دې وړاندې د جرمني، امریکا ، برېټانیا او روسیې په ګډون څلورو نورو هېوادونو خپلو وګړو ته افغانستان ته د سفر په تړاو خبرداری ورکړی و.

خو د سیاسي چارو ځيني شنونکي افغانستان ته د سفر نه کولو د خبرداریو په تړاو داسې نظر لري.

د سیاسي چارو شنونکی، صمیم شمسي وايي: که داسې موضوع نوره هم په افغانستان کې مطرح شي. نو له بده مرغه کمزوري قشرونه نور هم اغیزمن کوي.

د سیاسي چارو یوه بل شنونکي، امید صافي و ویل: باید پر نړۍوال سټیج نړۍوالو ته دا قناعت ورکړو که حکومت په نړۍوال سټیج نړۍوالو ته قناعت ور نه کړي شاید نور هېوادونه هم و هڅول شي چې افغانستان ته سفر و نه کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم اسلامي امارت په هېواد کې د بهرنیو وګړو د امنیت په تړاو د هېوادونو اندېښنې بې ځایه بللې وې او ویلي یې وو، چې په هېواد کې د بهرنیو وګړو امنیت تامین دی او نور هېوادونه باید په دې تړاو اندېښنه ونه لري.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د کابل په ګډون په افغانستان کې د ترهګرۍ او انسان تښتونې ګواښ شته.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه