Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان پر بشري وضعیت او مرستو پر وېش د مک‌کال نېوکه

د امریکا د استازو جرګې بهرنیو اړیکو کمېټې رییس، مایکل مک کال یو ځل بیا په افغانستان کې د بشري ناورین او له بشري مرستو د “طالبانو” د ناوړه ګټه اخیستنې نیوکه کوي.

مایکل مک کال د استازو جرګې په استماعیه غونډه کې وایي، دمګړۍ په افغانستان کې بشري مرستې ښځو او ماشومانو ته نه رسېږي.

مایکل مک کال په دې اړه وویل: « د بایډن د ادارې تر څارنې لاندې د امریکايي ځواکونو ناسم او وژونکي وتلو په افغانستان کې یو لوی بشري ناورین رامنځته کړی او نن ورځ ورسره لاس او ګرېوان یو. موږ په یو بل حقیقت پوهېږو چې د امریکا د مالیه ورکوونکو مرستې افغان کړېدلو ښځو او ماشومانو ته نه رسېږي، بلکې د طالب جنګیالیو او د دې ډلې د متحدینو لاس ته رسیږي»

د امریکا د نړۍوالو مرستو د سازمان رییسه هم ټینګار کوي چې په افغانستان کې د مرستو د ناسمې استفادې د مخنیوي لپاره کله ناکله مرستندویه موسسې د خپلو فعالیتونو درولو ته اړې کیږي.

د امریکا د نړۍوالو مرستو د سازمان رییسه، سمانتا پاور وویل: « موږ ولیدل چې زموږ یو شمېر همکارو سازمانونو د افغانستان خلکو ته د مرستو رسولو بهیر د دغو مرستو په وېش کې د ناوړه ګټې اخیستنې او یا له دې امله چې ښځې نه شي ګومارلی، ځنډولي دي.»

خو اسلامي امارت یو ځل بیا د بشري مرستو په وېش کې لاسوهنه ردوي او وايي چې دوی یوازې د مرستو د وېش بهیر څاري.

د اقتصاد وزارت مسلکي معین، عبداللطیف نظري په دې اړه وویل: « موږ د مرستو د وېش په بهیر کې هر ډول لاسوهنه ردوو. د اقتصاد وزارت یوازې څارنه کوي چې مرستې په رڼه توګه اړمنو  خلکو ته ووېشل شي.»

تر دې وړاندې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي پلټونکي یا سیګر په یوه راپور کې ویلي و، چې نړۍوالې ټولنې د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې له افغانستان سره نږدې درې میلیارده ډالره مرسته کړې، چې له دې ډلې ۲،۶ میلیارده ډالره یې د امریکا د متحدو ایالتونو مرسته ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه