Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د سېک او اهل هنودو هېوادوالو د غصب شویو ځمکو د څېړنې پېل

د عدليې وزارت یوځل بیا په هېواد کې د هندوانو او سېکانو د غصب شویو ځمکو د څېړنې بهیر د پېل خبره کوي.

د دغه وزارت ویاند برکت‌الله رسولي ویلي چې ځمکې د غصب د مخنیوي کمېسیون په بېلابېلو ولایتونو کې ګومارل شویو پلاویو ته لارښونه کړې چې د اهل هنود او سېکانو ځمکې تشخیص کړي څو دغه موضوع‌ په غوره توګه وڅېړل شي. 

د عدليې وزارت ویاند په دې هکله وویل:«د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون ولایتي تخنیکي پلاویو ته لارښوونه کړې چې په ولایتونو کې د اهل هنودو غصب شوې ځمکې په بشپړه توګه وڅېړي، څو د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شوې ځمکې د هغوی اصلي مالکانو ته وسپارل شي.»

ورته مهال، د هند د بهرنیو چارو وزارت د هندوانو او سېکانو د غصب شویو ځمکو د څېړنې له بهیره هرکلی کړی او هغه یې یو مثبت ګام بللی دی.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جیسوال په یوې خبري ناسته کې ویلي:«موږ په دې اړه راپورونه لیدلي چې د طالبانو حکومت د افغان هندوانو او سېکانو د ملکیتونو بېرته ورګرځولو تصمیم نیولی البته دا یو مثبت پرمختګ دی او موږ یې ګورو.»

د حقوقي او سیاسي چارو ځينې شنوونکي په دې باور دي چې، سرپرست حکومت باید په هېواد کې د هندوانو او سېکانو ټولې ځمکې د غاصبینو له منګولو خلاصې او بېرته يې مالکانو ته وسپاري.

د حقوقي چارو شنونکی محمد اصف فقیري څرګنده کړه:«په ټولنیز عدالت کې د لږکیو د حقونو مراعات کول یو ډېر جدي بحث دی او جوړول یې په کورنۍ کړنې پوړې اړوندېږي.»

د عدليې وزارت د اطلاعاتو پر بنسټ، د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون له جوړېدو وروسته په ټول هېواد کې څه باندې دوه مېلیونه جریبه ځمکه د غاصبینو او زورواکو له منګولو بېرته راګرځول شوې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه