Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په تېره میاشت کې د تماس کمېسیون له لارې د ۲۳ تنو راستنېدل

له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون وايي چې، د تېرې زېږدیزې میاشتې په لړ کې د دغه کمېسیون له لارې ۲۳ کسان بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

د دغه کمېسیون ویاند احمد‌الله وثیق ویلي، یو هندو افغان هم د همدې کمېسیون له لارې بېرته خپل هېواد ته راستون شوی او په وینا یې دغه بهیر همداراز دوام لري.

له شخصیتنونو سره د تماس کمېسیون ویاند زیاته کړه:«د تماس کمېسیون له لارې ۲۳ تنه بېرته هېواد ته راغلي چې اوس،اوس نرېندرا سینګ چې زموږ د سیک هېودوالو څخه دی، بېرته هېواد ته راستون شوی نرېندرا سینګ هم زموږ له هېوادوالو څخه دی، چې هېواد ته راستون شوی دی.» 

اوس پوښتنه دا ده چې، د تېر نظام د ځينو سیاستوالو بېرته راستنېدنه به د هېواد د اوسنیو ستونزو د حل په برخه کې څومره اغېزناک وي؟

د سیاسي چارو شنونکی طارق فرهادی د سیاسي چارو شنوونکی؛«د دې دلیل چې د تماس کمېسیون بریالی نه‌دی، دا دی چې د نجونو ښوونځي تړلي دي او که‌چېرې خلک وغواړي له خپلو کورنیو سره بېرته راشي، نجونې یې ښوونځیو ته نه‌شي تلای.»

له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون ویاند د تېر نظام د یو شمېر څېرو د بېرته راستنېدو لپاره د خپلو هڅو له دوامه خبر ورکوي او زیاتوي، هغه کسان چې، د دغه کمېسیون له لارې بېرته هېواد ته راستنېږي خوندي دي او په وینا یې د اسلامي امارت له لوري د خوندیتوب کارتونه هم ورکول کېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه