Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اسلامي امارت پر اسراییل د ایران برید «مشروع» دفاعي اقدام وباله

بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره، پر اسراییل د ایران وروستی برید یو مشروع دفاعي اقدام بللی دی.

د دغې اعلامیې پر بنسټ، اسلامي امارت له ټولو سیمه‌ییزو او نړۍوالو هېوادونو غوښتي چې د کړکېچ د ډېروالي د مخنیوي لپاره د غزې په تړانګه کې دې جګړه ودروي. 

دا په داسې حال کې ده چې د اسراییل ملي پوځ ویاند د ایران له لوري د اسراییل پر ښارونو د بې‌پیلوټکه الوتکو د څه باندې ۳۰۰ توغندیو له توغولو خبر ورکوي.

ډانیل هاګاري زیاتوي چې د ایران دغه بې‌پيلوټه الوتکې او توغندي ۹۹ سلنه، خنثا او له منځه وړل شوي دي.

د رسمي شمېرو پر بنسټ، په دغو بریدونو کې، تراوسه ۳۱ اسراییلي وګړي ټپيان شوي او روغتون ته لېږدول شوي دي.

د اسراییلو د پوځ ویاند دانیال هاګاري وايي:«ایران نن شپه پر اسراییل پراخ برید پېل کړ. د ایران رژیم تر ۲۰۰ زیات ډرون، کروز توغندي او بالستیک توغندي پر اسراییل توغولي دي."

د رسمي شمېرو پر بنسټ، په دغو بریدونو کې یو لس کلن اسراییلی ماشوم ټپي او روغتون ته وړل شوی دی.

دا برید په داسې حال کې کېږي چې دوه اوونۍ وړاندې د سوریې په پلازمېنه دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ د هوايي برید په ترڅ کې د ایران د سپاه پاسداران د دوو جګپوړو قومندانانو په ګډون اووه سرتېري ووژل شول.

د ایران د پوځ لوی درستیز ګواښ کړی چې د اسراییل لخوا د بیاځلې اقدام په صورت کې به،د هغوی ځواب له دې هم پرېکنده وي.

د ایران د پوځ لوی درستیز محمد باقري وویل:«زموږ له نظره دغه عملیات پای ته رسېدلي او د عملیاتو د دوام لپاره هوډ نشته؛ خو که‌چېرې صهیونیستي رژیم د اسلامي جهموریت پر ضد که هغه زموږ په خاوره کې وي او که په سوریه کې په موږ پورې په اړوندو ځایو کې وي یا بل ځای وي پر وړاندې به یې اقدام وشي، زموږ راتلوونکي عملیات به له دې پراخ وي.»

خو د ایران او اسراییل ترمنځ د دغو نښتو اغېزه به د سیمې پر هېوادونو په ځانګړې توګه پر افغانستان څه وي؟

د نړۍوالو چارو شنونکی طارق فرهادي په دې هکله وايي:«افغانستان باید په دغې جګړه کې د هېڅ لوري نیابتي وسیله نه‌شي او سرپرست حکومت د افغانستان کورنیو ستونزو حل ته دې پاملرنه وکړي.»

د سیاسي چارو شنونکی سید جواد سجادي هم څرګندوي:«په سیمه کې بله جګړه به د دې لامل شي چې د افغانستان ستونزې هېرې کړل شي او په دغه هېواد کې به مبارزې ډلې نور ځواک هم پیدا کړي.»

پر اسراییل د ایران دغه بریدونه د دغه هېواد د وګړو له پراخ غبرګون سره مخ شوي دي.

د ايران یو اوسېدونکی وايي:«ما هېڅکله په کوم هېواد کې نه‌دي لیدلي چې خلک دې په بل هېواد باندې په برید کولو خوشحاله وي او جګړې ته لاړ شي؛ مګر خلکو نن شپه خپل خوب پرېښود ترڅو دلته راشي او وښيي چې دا جګړه زموږ لپاره څومره مهمه ده او پر اسراييل له دې بريد څومره خوښ دي.»

د ایران بل اوسېدونکی هم څرګندوي:«البته، اسراییل به د دې برید په اړه غبرګونونه ولري؛ خو هر هغه څه چې دوی به یې غبرګون ولري، زموږ په سپاه پاسداران کې زړور سرتیري د دې عکس العمل په تمه دي.»

له دغو بریدونو وروسته د اسراییل جنګي کابینې د بنیامین نتنیاهو په مشرۍ یوه غونډه رابللې ده.

د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو په دې هکله وویل:«زموږ دفاعي سیسټمونه ځای پر ځای شوي دي. موږ د هر ډول سناریو لپاره چمتو یو، دفاعي او برید دواړه. د اسراییل حکومت او اردو پیاوړي دي.»

ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې، د امريکا متحدو ايالتونو، جرمني او ځينو نورو هېوادونو پر اسرايیل د ايران بريدونه غندلي او هغه يې د سيمې او نړۍ د هېوادونو سولې، ثبات او امنيت ته ګواښ بللی دی.

د امریکا ولسمشر جوبایډن هم د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د ټیم د بېړنۍ غونډې په ترڅ کې له اسراییل سره پر خپل ملاتړ ټینګار کړی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه