Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

عبدالباقي حقاني: عصري زده‌کړې خان‌بساینې ته د رسېدو په برخه کې مهمې دي

د ازموينو د ملي ادارې سرپرست عبدالباقي حقاني نن (دوشنبې) په کابل کې د افغان نړۍوال اسلامي پوهنتون د ليسانس او دوکتورا د پروګرامونو له داوطلبانو د ازموينې د اخیستو پر مهال يو ځل بيا د ديني علومو ترڅنګ پر عصري زده‌کړو ټينګار کوي.

ښاغلی حقاني زیاتوي چې، افغانستان به د پوهنتونونو او عصري علومو له شتوالی پرته پر ځان‌بسیا نه‌شي او زیاتوي چې، د عصري علومو ترڅنګ د دیني علومو او شرعي علومو زده‌کړه هم اړینه ده.

د ازموینې د ملي ادارې سرپرست وايي:«که‌چېرې شرعي علوم ولرو او عصري علوم ونه‌لرو، د شرعي علومو موخه چې د یوه ازاد مسلمان هماغه عبادت دی، خان‌بساینه او د کفارو له سلطې او احتیاج څخه خلاصون دی، نه‌پوره کېږي.»

عبدالباقي حقاني زیاتوي چې د وروستیو جګړو له امله افغانستان په دواړو علومو کې شاته پاتي دی او اوس باید له رامنځته شوي فرصته ګټه واخیستل شي.

نوموړی دغه راز وايي چې اسلامي امارت هڅه کوي، افغانستان د ساینسي علومو په برخه کې هم ښه مقام ته ورسوي.

عبدالباقي حقاني څرګندوي:«موږ هڅه کوو چې دغه هېواد اباد شي، د احتیاجۍ له حالته راووځي او د نړۍ هېوادونو سره هم‌مهاله حرکت وکړي.»

د افغان نړۍوال اسلامي پوهنتون مرستیال عبدالمالک نیازي په دغو مراسمو کې وویل:«هڅه کوو چې په تدریسي بهیر کې تاسو ته له هغو طریقو کار واخلو چې له نړۍوالو معیارونو سره برابر وي او د نننۍ زمانې غوښتونکې وي.»

په دې ازموينه کې ۸۰ تنو داوطلبانو ګډون کړی چې په دوو پوهنځيو او درېيو پروګرامونو کې ازموينه ورکوي او له دې منځه به ۷۰ هغه کسان چې لوړې نمرې ترلاسه کړي، دغه پوهنتون ته جذب شي.

د دغې ازموینې ګډونوال محمد مقیم وویل:«که‌چېرې د ماسټرۍ او دوکتورا په پروګرامونو کې تخفیف ورکړي او دولتي کارکوونکو ته لکه‌څرنګه چې ژمنه کړې، تخفیف په پام کې ونیسي، ښه به وي.»

د افغان نړۍوال اسلامي پوهنتون مسوولان ډاډ ورکوي، چې محصلینو ته به له نړۍوالو معیارونو سره سمه د زده کړو زمینه برابره کړي او د محصلانو د پیسو په بدل کې به درې برابره خدمتونه او ګټور پروګرامونه پلي کړي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه