Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مجاهد: اوس سپین بیرغ لرو او کافي دی

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د هېواد د درې رنګه بیرغ د برخلیک په هکله د پوښتنې په ځواب کې ویلي چې د بیرغ ډول توقیفي نه‌دی او هر جریان چې واک ته ورسېږي، کولای شي چې د هېواد بیرغ انتخاب کړي.

ښاغلي مجاهد همدارنګه طلوع‌نیوز ته ویلي چې دم‌کړۍ د افغانستان بیرغ سپين دی؛ خو په مناسب وخت کې هغه هم د ټولیزې هوکړې پر بنسټ به د بدلون وړ وي.

د اسلامي امارت ویاند زیاته کړه:«موږ اوس سپين بیرغ لرو او دا کفایت کوي. که‌چېرې په مناسب وخت کې په ټولیزه توګه په کوم بل څه باندې هوکړه وشي، بیا له هماغه به استفاده وشي.»

ورته مهال د سیاسي چارو ځينې شنونکي د یو هېواد د بیرغ څرنګوالی د نړۍوالو لپاره د هویت پېژندنه کې مهم ګڼي او وایي چې هېوادوال باید د بیرغ د څرنګوالي په ټاکلو کې رول ولري.

د پوهنتون استاد ذکي‌الله محمد طلوع‌نیوز ته وویل:«اسلامي امارت باید لویه ولسي جرګه راوبولي او له خلکو واک واخلي چې تاسې کوم بیرغ د ملي بیرغ په توګه انتخابوي، هره رایه چې خلکو ورکړه حکومت یې باید ومني.»

د سیاسي چارو شنونکی محمدمتین محمدخېل وویل:«د درې رنګه بیرغ په هکله باید افغان ملت پرېکړه وکړي او یا دا چې څه ډول پارلمان جوړ شي، ملت پرېکړه وکړي.»

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د اسلامي امارت له بیا ځلې واکمنېدو راهیسې، د هېواد درې رنګه بیرغ ښکته او پر ځای یې د اسلامي امارت سپین بیرغ لګول شوی دی؛ خو روښانه نه‌ده چې په راتلونکې کې به د دغه بیرغ برخلیک څه شي.
 

مجاهد: اوس سپین بیرغ لرو او کافي دی

د سیاسي چارو ځينې شنونکي د یو هېواد د بیرغ څرنګوالی د نړۍوالو لپاره د هویت پېژندنه کې مهم ګڼي او وایي چې هېوادوال باید د بیرغ د څرنګوالي په ټاکلو کې رول ولري.

تصویر بندانگشتی

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د هېواد د درې رنګه بیرغ د برخلیک په هکله د پوښتنې په ځواب کې ویلي چې د بیرغ ډول توقیفي نه‌دی او هر جریان چې واک ته ورسېږي، کولای شي چې د هېواد بیرغ انتخاب کړي.

ښاغلي مجاهد همدارنګه طلوع‌نیوز ته ویلي چې دم‌کړۍ د افغانستان بیرغ سپين دی؛ خو په مناسب وخت کې هغه هم د ټولیزې هوکړې پر بنسټ به د بدلون وړ وي.

د اسلامي امارت ویاند زیاته کړه:«موږ اوس سپين بیرغ لرو او دا کفایت کوي. که‌چېرې په مناسب وخت کې په ټولیزه توګه په کوم بل څه باندې هوکړه وشي، بیا له هماغه به استفاده وشي.»

ورته مهال د سیاسي چارو ځينې شنونکي د یو هېواد د بیرغ څرنګوالی د نړۍوالو لپاره د هویت پېژندنه کې مهم ګڼي او وایي چې هېوادوال باید د بیرغ د څرنګوالي په ټاکلو کې رول ولري.

د پوهنتون استاد ذکي‌الله محمد طلوع‌نیوز ته وویل:«اسلامي امارت باید لویه ولسي جرګه راوبولي او له خلکو واک واخلي چې تاسې کوم بیرغ د ملي بیرغ په توګه انتخابوي، هره رایه چې خلکو ورکړه حکومت یې باید ومني.»

د سیاسي چارو شنونکی محمدمتین محمدخېل وویل:«د درې رنګه بیرغ په هکله باید افغان ملت پرېکړه وکړي او یا دا چې څه ډول پارلمان جوړ شي، ملت پرېکړه وکړي.»

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د اسلامي امارت له بیا ځلې واکمنېدو راهیسې، د هېواد درې رنګه بیرغ ښکته او پر ځای یې د اسلامي امارت سپین بیرغ لګول شوی دی؛ خو روښانه نه‌ده چې په راتلونکې کې به د دغه بیرغ برخلیک څه شي.
 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه