پکتيا کې له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست ویلي چې د دغه ولایت په وزې ځدراڼ ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ پنځه غړو د غره د ښویېدو له امله ژوند بایللی دی.
وايي وروستیو ورښتونو کرنيزو ځمکو، لويو لارو او پلونو پر تخريب سربېره، خلکو ته پراخ مالي زيانونه اړولي دي.
د دغه ریاست د معلوماتو پر بنسټ د دغې پېښې په پایله کې کابو۶۰ استوګنیز کورونه ویجاړ او د ګردیز - خوست او ګردیز ډنډپټان لویې لارې هم د لنډې مودې لپاره تړل شوې دي.
پکتيا کې له طبيعي پېښو سره د مبارزې رييس نثار احمد نجات وايي وروستیو ورښتونو کرنيزو ځمکو، لويو لارو او پلونو پر تخريب سربېره، خلکو ته پراخ مالي زيانونه اړولي دي.
ښاغلي نجات زیاته کړه:«کوم ارقام چې تر دې دمه موږ ته رسېدلي ۶۰ کورونه قسمي او کلي نړېدلي او نن چې کومه پېښه شوې متاسفانه د پکتيا وزې ځدراڼ ولسوالۍ په منډک خېلو کلي کې شوې او د باران د ورښت له امله د يوه قومي مشر محمدالدين پر کور غر را ښويېدلی دی.»
ورته مهال د طبیعي پېښو له هغې ډلې د سېلابونو او غړه ښویېدو له امله زيانمن د بېړنيو مرستو او د خپلو کورونو د بیارغونې غوښتنه کوي.
د دغې پېښې [د غره ښویېدو پېښه] پلار، درې زامنو او یوې لور ژوند بایللی دی.
د دې کورنۍ يو خپلوان شيخ محمد وويل:«د شپې نهه نيمې بجې وې او دغه غر چې د باران اوبه يې زېرمه کړې وې په دې کور باندې راولوېد او کور يې لاندې کړ چې، يو پلار، درې يې زامن او يوه لور يې په شهادت ورسېدل.»
زيانمنو ویلي چې د خپلو کورونو د جوړولو وس نهلري او چارواکي باید له هغوی سره بیړنۍ مرستې وکړي.
محمد شليل چې ورستيو ورښتونو کې يې کور نړېډلی څرګندوي:«زه د خپل کور د بېرته جوړولو وس نهلرم او له حکومت او مؤسساتو غوښتنه لرم چې ماته کور جوړ کړي؛ ځکه اوس په پردي کور کې اوسېږم او نورې مرستې راسره وکړي.»
يو بل زيانمن ظريف خان هم وايي:«له دولت او مؤسسو غوښتنه لرم چې دوی په راتلونکي کې له موږ سره مرستې وکړي او مسوولان دې هغو کورونو ته هم پاملرنه وکړي چې په نورو سيمو کې زيانمن شوي دي.»
له وړمې ورځې راهيسې د ورښتونو له امله د ګردیز - خوست او ګرديز - ډنډ پټان ولسواليو ترمنځ غځېدلو لويو لارو کې څو ځايه غرونو رالوېدلي او په موقتي ډول یې یادې لارې هم بندې کړې وې.
په دې اړه مو اندونه