Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ملاعبدالغني برادر روزګان کې پر زیانمنو د مرستو د وېش ډاډ ورکړ

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر چې روزګان کې د وروستیو سېلابونو له امله د زیانمن شویو کورنیو د وضغیت ارزونې په موخه، دغه ولایت ته تللی، له زیانمنو کورنیو سره د خواخوږۍ سربېره، له هغوی سره د بیړنیو مرستو ژمنه هم کړې ده.

ملا عبدالغني برادر په دغې سفر کې ډاډ ورکړی چې پر سېلاب ځپلو باندې به نغدي مرستې هم ووېشل شي.

د ریاست ‌الوزرا‌ء اقتصادي مرستیال وویل:«د سر زیانونه رسېدلي، په نور ځایونو کې به خلکو ته مالي تاوانونه رسېدلي یي، کورونه به یې نړېدلي یي؛ خو کوم چا چې خپل د کورنۍ غړي له لاسه ورکړي، هغوی ته تسلیت وړاندي کوم، الله (ج) دې پر ورحمېږي، او د کوم چا چې کورنه نړېدلي، هغوی ته د صبر او توان غوښتنه کوم.»

د روزګان والي وایي، د وروستیو سېلابونو له امله مرکز ترینکوټ او ولسوالیو کې تر دې دمه ۱۲ کسانو ژوند بایللی او شپږ نور ټپیان شوي دي. د هغه په خبره، د دغو سېلابونو په پایله کې ۴۶۸ استوګنیز کورونه هم په بشپړ او نیمه بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.

د روزګان والي عنایت‌الله شجاع وویل:«په ټول روزګان ولایت کې ۱۲ کسان شهیدان لرو، او ۶ کسان زخمیان لرو، چې دا د مختلفو ولسوالیو دي.»

سېلاب ځپلي وایي، ورستیو سېلابونو په پر ځاني زیان سربېره، ګڼ مالي زیانونه هم ور اړولي. دوی له سرپرست حکومت او مرستدویه بنسټونو د بیړنیو مرستو غوښتنه کوي.

د روزګان اوسېدونکی سردار ولي څرګندوي:«د لسو لکو تاوان به یي ماته رسولی یي، ته واښه، زما هنداري یي یو وړې، ۲۲ داني، غنم یي یووړه، اوړه یووړل، دغه دېوال یي پر ما را ونړوه.»

د روزګان بل اوسېدونکی عبدالمتین هم وايي:«:دا د چرمګز خلګ؛ خو له هغه دیواله څخه تر دغه ځایه پوري کوم چې تاسو وینئ چې دا هېڅ یې چ نه‌وي اړولی درې سوه لکه افغاني تاوان خو یي اړولی دی، ځکه چي تر شپږ سوه خرواره پوري یوازي د خلکو غنم ولاړل.»

د روزګان د سیمه‌ییزو مسوولینو د معلوماتو پر بنسټ، روانه اوونۍ دغه ولایت کې د سېلابونو راتلو له امله څه باندې۱۱ زره جریبه کرنیزه ځمکه، دری لوی پلونه او ۵۱ ویالې او سربندونه ویجاړ کړي دي.

د روزګان والي وایي، د وروستیو سېلابونو له امله مرکز ترینکوټ او ولسوالیو کې تر دې دمه ۱۲ کسانو ژوند بایللی او ۶ نور ټپیان شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه