Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کډوالو د ایستلو دویم پړاو؛ په یوه ورځ ۳۰۰افغانان هېواد ته راستانه کړل شوي

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې په وروستۍ یوه ورځ کې (سې‌شنبې، د وري په ۲۸مه) له پاکستانه کابو ۳۰۰ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.
 
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني طلوع‌نیوز ته وايي چې د کډوالو د راستنېدو لپاره له پاکستاني چارواکو سره پر یوې منظمې کړنلارې خبرې اترې دوام لري.
 
ښاغلي حقاني وویل:«موږ د پاکستان له حکومته غوښتنه کړې ده چې افغانان را ویستل کېږي؛ نو د یوه ګډ میکانیزم او تفاهم له لارې را ویستل شي او د دواړو هېوادونو له خوا نه د دې لپاره یوه کړنلاره جوړه شي.»

بلخوا داسې پتېیل کېږي چې، په دې پړاو کې به د اې‌سي‌سي کارټونو یا د افغان تابعیت لرونکي کډوال به هم را وېستل شي.

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د اسلامي امارت سرکونسل عبدالجبار تخاري په دې هکله وویل:«د پاکستان له حکومته زموږ غوښتنه همدا ده هغه افغانان چې اسناد لري باید له هغوی سره ښه چلند وشي او هغوی پرېږدي چې په پاکستان کې ژوند وکړي.»

د ځينو پاکستاني رسنیو د راپور له‌ مخې، ټاکل شوې چې په دغه پړاو کې نږدې ۸۰۰ زره افغان کډوال بېرته هېواد ته را ستانه کړای شي.

بل پلو ځينې را ایستل شوي افغانان له افغان کډوالو سره د پاکستان اوسنی سیاست له کینو ډک ګڼي.

له پاکستانه را ایستل شوی کډوال سخي جان وویل:«داسې وو چې په کوڅو او جوماتو کې په موږ پسې ګرځېدل او ډېر ظلم یې کاوه، نو اړ شوو چې راشوو.»

له پاکستانه را ایستل شوی بل کډوال بسم‌الله هم وايي:«سهار به ولاړو ماښام به څه ګټلي او یا نه‌ګټلي پر هغې به یو ظالم برابر شو، پولیس یا بل او یا بل، پوښتنه به یې کوله څوک یې له کومې خوا راغلی یې؟ شناخت کارټ راکړه او هغه به یې درنه واخیست او دا وخت مو د پیسو پر مټ تېر کړ.»

د پاکستان اکسپرس ټربیون د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د ویاندې له قوله لیکلي چې، په دې پړاو کې به نږدې یو مېلیون هغه افغان کډوال چې، اې‌سي‌سي کارټونه لري وایستل شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه