Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په افغانستان کې د ترکیې د پوهنې بنسټ له لوري د ښوونيزو مرکزونو پراخول

نوزات شیمشک د ترکیې د پوهنې بنسټ د پلاوي غړی دی، هغه چې کابل ته راغلی طلوع نیوز ته وایي، بنسټ یې هڅه کوي په افغانستان کې خپل ښوونیز فعالیتونه پراخ کړي.

نوزات شیمشک، وايي ډيری فعالیتونه یې په اسلامي هیوادونو کې دي او تمرکز یې د زده کړو زمېنې پر برابرولو دی او ټینګار کوي چې په نږدې راتلونکي کې به د افغانستان په څو لرې پرتو ولایتونو کې هم ښوونځي او زده کړو مرکزونه پرانیزي.

د ترکیې د پوهنې بنسټ د پلاوي غړی، نوزات شیمشک و وايي: دمګړۍ موږ د افغانستان په اتو ولایتونو کې فعالیت لرو، هغه پروګرامونه چې د افغانستان د پوهنې بنسټ یې موږ ته رالیږي هڅه کوو خپل فعالیت ته په پام پراختیا ورکړو، اوس نه غواړم د ولایتونو نومونه واخلم خو په څو ولایتونو کې غواړو خپل ښوونځي زیات کړو.

هغه زیاتوي چې د بنسټ د فعالیتونو موخه یې په افغان ټولنه کې د نویو زده کړو برابرول دي.

د ترکیې د پوهنې بنسټ د پلاوي غړي، نوزات شیمشک زیاته کړه: زموږ موخه دا ده چې په ټولنه کې یو ښه انسان وروزو او ماشومان له لومړیو داسې وروزو چې د اوسنۍ پیړۍ له تخنیک سره بلد وي او له هغې په ګټنې خپلې ټولنې ته ویاړونه راوړي.

بل لور ته یو شمېر ښوونکي وايي، ترکیه کولای شي له افغانستان سره د زده کړو په برخه کې ښه همکار وي.

د پوهنتون استاد، ذکي الله محمدي په دې تړاو و ویل: په افغانستان کې د ترکیې د ښوونځيو له ښوونځيو ستاینه کوو او غواړو چې خپلې کارونه با کیفیته کړي. او د کمیت پرتله یې باید کیفیت ډير لوړ وي او افغانستان ته داسې کادرونه وړاندې کړي چې موږ ترې ګټه پورته کړای شو.

د سیاسي چارو شنونکي، سید مقدم امین هم په دغه برخه کې و ویل: که ترکیه و غواړي چې دلته پر پوهنیز بهیر پانګونه وکړي او یا حد اقل دا زمینه برابره کړي دا به غوره وي.

د ترکیې د پوهنې بنسټ د پلاوي د معلوماتو له مخې، افغانستان د نړۍ د ۵۲ هیوادونو له ډلې په دویم ځای کې دی چې د ترکیې د پوهنې بنسټ پکې د زده کړو زیات فعالیتونه لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه