Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ښوونځیو د ودانیو نشتوالی؛ روزګان کې ۸۰ زره ماشومان له زده‌کړو بې‌برخې دي

د روزګان د پوهنې ریاست مسوولان وایي چې د ښوونځیو د ودانیو د نشتوالي او د ښوونکو د کمښت له امله په دغه ولایت کې ۸۰ زره په شرایطو برابر ماشومان ښوونځیو کې له شاملېدو محروم دي.

د مسوولانو په وینا، سږکال یې نږدې ۲۰ زره ماشومان په دولتي ښوونځیو کې جذب کړي او د ډېرو ماشومانو د جذب وړتیا نه‌لري.

د روزګان د پوهنې رییس شمس‌الله کامران په دې هکله وویل:«کابو یو لک ماشومان په زده‌کړو بوخت دي او کابو ۸۰ زره نور ماشومان شتون لري چې زده‌کړو ته اړتیا لري.»

د روزګان د پوهنې ریاست د شمېرو پر بنسټ دم‌ګړۍ د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۲۵۸ ښوونځي فعال دي او شاوخوا سل زره زده کوونکي په‌کې پر زده کړو بوخت دي.

ځينې ښوونکي هم مني، چې د ښوونځیو ودانۍ نشتون له امله، ډېری مهال د درېیو ټولګیو زده کوونکي په یوه ټولګي کې کېنوي.

دوی زیاتوي، چې په ښوونځیو کې د ماشومانو شمېر زیات شوی او نشي کولی ټولو ته په یوه وخت رسېدنه وکړي.

روزګان کې ښوونکی احمد شاه په دې هکله وویل:«ښوونکي کم دي او په ښوونځيو کې د ماشومانو جذب ډېر دی او امکانات کم دي او کتابونه نه‌لري.»

ورته مهال، یو شمېر کورنۍ چې په دولتي ښوونځیو کې یې ماشومان نه‌دي جذب شوي د اندېښنې په څرګندولو سره، له سرپرست حکومت او نړۍوالو بنسټونو غواړي چې، د ښوونځیو په جوړولو سره یې، ماشومانو ته د زده‌کړو زمینه برابره کړي.

 د روزګان اوسېدونکی عبدالحنان وايي:«ډېر اندېښمن یم. که‌چېرې سږکال زما زوی په ښوونځي کې شامل شوی وای ډېر ژر به فارغ شوی وای. دا چې زه پنځه کاله د خپل زوی د شاملېدو لپاره صبر وکړم وخت یې ضایع کېږي.»

د روزګان بل اوسېدونکی عبدالولي هم وویل:«ډېری کسان چې غواړي ښوونځي ته ولاړ شي، کله چې راځي په ښوونځي او ټولګیو کې ځای نه‌وي او کتاب او کتابچه هم نه‌وي.»

د روزګان د پوهنې ریاست د معلوماتو پر بنسټ، د تېر یوه کال پر مهال یې ۳۴ بابه ښوونځي چې د تېرو جګړو پر مهال ویجاړ شوي وو، بېرته رغولي او لس نور یې تازه جوړ کړي دي. د دوی په خبره، د روان کال په لړ کې به اووه بابه نور ښوونځي هم جوړ کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه