Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پر لویو لارو د ټرافیکي پېښو د مخنیوي طرحه جوړه شوه

د ټرافیکو عمومي ریاست په هېواد کې له ټرافیکي پېښو د مخنیوي لپاره یوه طرحه جوړه کړې ده.

د دغه ریاست د مسوولینو په وینا، دغه بریښنايي مدیریتي طرحه به د هېواد په هغو پنځو لویو لارو کې چې پکې ډېرې ټرافیکي پېښې رامنځته کېږي، عملي شي.

د ټرافيکو د عمومي رياست د پلان او پاليسۍ مدیر وايي، ټاکل شوې چې دغه طرحه د کابل-تورخم، کابل-ګرديز، کابل-هرات، کابل-فارياب او کابل-بدخشان پر لويو لارو د ټرافيکي پېښو د کمښت په موخه عملي شي.

د ټرافیکو د عمومي ریاست د پلان او پالیسۍ مدیر، عبدالودود خیرخواه  و ویل: په ډېری لویو لارو کې ډیرې خطرناکې او زړه بوږنوونکې ټرافیکي پېښې کیږي، د همدې پېښو د مخنیوي په موخه دغه طرحه تر لاس لاندې نیولې. د ۱۴۰۳ کال په ترڅ کې به دغه پروګرام پلی شي.

د ټرافيکو د عمومي رياست د پلان او پاليسۍ د مدیرپه وينا، په دې طرحه کې د هېواد په مهمو لويو لارو کې د موټرونو د لارښوونې او کنټرول د مرکزونو جوړول، د برېښنايي ټرافيکي نښو نصبول او د چټکتیا د تنظيمولو د دستګاوو يا د سرعت سنجوونکو الو نصبول شامل دي.

د ټرافیکو د عمومي ریاست د پلان او پالیسۍ مدیر، عبدالودود خیرخواه په دې تړاو و زیاته کړه: د کنټرول مراقبتي پولیس به په دغو لویو لارو کې مؤظف شي او جریان به ټول کنټرول کوي. که کوچنۍ ټرافیکي سرغړونه هم وشي نو د مخابرې او انلاین سیسټم له لارې به مرکز او یا خپلې وړاندې پوستې ته راپور ورکوي.

بلخوا، یو شمېر هېوادوال او موټر چلوونکي د ټرافیکو د بهیر پر معیاري کېدو ټينګار کوي.

موټر چلوونکی، عیدمحمد وايي: لکه څنګه چې تاسې و ویل، د کندهار پر لویه لار او نورو لویو لارو ټرافیکي اشارې نشته چې باید نصب شي ځکه موږ په ماهیپر او نورو لویو لارو کې د ټرافیکي پېښو شاهدان یو.

د کابل اوسېدونکی، زلمی وايي: د ټرافیکو له عمومي ریاسته مو غوښتنه دا ده چې په لویو لارو کې ټرافیکي اشارې ولګوي. ډېره پاملرنه وکړي او کنټرول وکړي. پر دغو لارو ډیرې ټکرې او ډیرې پېښې کیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د ټرافيکو عمومي رياست ویلي وو، چې د کوچني اختر په ورځو کې په ١٠٢ ترافيکي پېښو کې ٥٠ تنه مړه او ١٨٥ نور ټپيان شوي دي.

د ټرافیکو عمومي ریاست په وینا، دغه برېښنايي مدیریتي طرحه به د هېواد په هغو پنځو لویو لارو کې چې پکې ډېرې ټرافیکي پېښې کېږي، عملي شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه