د اسلامي امارت د سترې محکمې مسوولان وایي چې د وروستۍ یوې میاشتې په لړ کې په بېلابېلو ولایتونو کې پر څه باندې ۴۰ تنو شرعي حدود پلي شوي دي.
د سترې محکمې ویاند عبدالرحیم راشد وایي چې پر یادو کسانو له کوره د تېښتې، نامشروع اړیکو او غلا په تور شرعي حدود عملي شوي دي.
د سترې محکمې ویاند د طلوعنیوز خبریال ته وویل:«د اسلامي امارت د سترې محکمې له لوري د روژې په میاشت کې پر نږدې ۴۰ تنو تورنو او مجرمانو د بند سربېره، د دورې شرعي سزا تطبیق شوې ده.»
ورته مهال یو شمېر دیني عالمان له منکراتو د ټولنې د خلاصون لپاره پر دغه شان کسانو د شرعي حدودو پلي کول مهم ګڼي.
حسیبالله حنفي دیني عالم په دې هکله څرګندوي:«د اسلامي شریعت د قوانینو په مطابق د قصاص او حدودو جاري کېدل اړین دي او دا د الله(ج) امر دی.»
بل دیني عالم احمدالله مزهري هم وايي:«له ټولنې یوه سالمه ټولنه جوړېږي او د دا ډول ټولنې راتلونکی ښه وي؛ ځکه یو اسلامي ژوند او د الله(ج) له حکم سره برابر ژوند کېږي او دا د ټول انسانیت ژغورنه ده.»
په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا ځلې واکمنېدو وروسته، سترې محکمې په فراه، لغمان، غزني او جوزجان ولایتونو کې پنځه تنه د قتل په جرمونو قصاص کړل چې یاده موضوع د نړۍوالو بنسټونو له غبرګونونو سره مخ شوې وه.
په دې اړه مو اندونه