مالیزیايي پلاوي د اسلامي امارت ځینو چارواکو سره په کتنه کې ویلي هڅه کوي چې له نړۍ سره د افغانستان تعامل پراخ کړي.
دغه پلاوی کابل د خپل د سفر موخه له اسلامي امارت سره د خپلو اړیکو پراختیا ګڼي.
ورته مهال، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست او د ریاستالوزرا سیاسي مرستیال له دغه پلاوي سره په لیدنه کې ویلي نور هېوادونه غواړي چې له اسلامي امارت سره خپلې اړیکې پراخې کړي.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل په دې هکله وايي:«له نړۍوالې ټولنې سره د افغانستان اړیکې مخ په ښه کېدو دي او د ګاونډیو او سیمهییزو هېوادونو سره یې ښې اړیکې ټینګې کړې دي. متقي صاحب وویل افغانستان لېوالی دی چې د سوېلي ختیځې اسیا له هېوادونو سره خپلې اړیکې پراخې کړي.»
یاد پلاوي د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال سره په لیدنه کې ډاډ ورکړی چې له نړۍ سره به د اسلامي امارت د تعامل په برخه کې هڅه وکړي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال هم له مالیزیایي پلاوي سره د کتنې سربېره، په سیاسي او اقتصادي برخو کې د سرپرست حکومت پر لاسته راوړنو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د سیمې په ګډون د نړۍ ټول هېوادونه له افغانستانه اندېښنه نهلري.
د سیاسي چارو شنونکی ناصر شفیق وايي:«په دې کې شک نشته چې اسلامي امارت په کابو ۳۳ هېوادونو کې یا استازولۍ یا له حکومتونو سره تعامل لري؛ خو دغه تعامل په دغو هېوادونو کې د افغانستان د خلکو د اړتیاوو پر بنسټ دي او د کونسلګریو په کچه دي.»
د سیاسي چارو شنونکی طارق فرهادي هم وايي:«مالیزیا یو عمده اسلامي هېواد دی چې هلته تحصیل کړي ښځينه او نرینه په ټولنه کې کار کوي. مالیزیا په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو د پرانیستو غوښتونکی دی.»
د اسلامي امارت چارواکي په داسې حال کې د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د اړیکو د پراختیا یادونه کوي چې، اسلامي امارت په څه باندې دوه نیمو کلونو کې لا تر اوسه د ګاونډیو هېوادونو په ګډون د هېڅ هېواد له لوري په رسمیت نهدی پېژندل شوی.
په دې اړه مو اندونه