Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د بشري حقونو شورا د افغانستان د بشري حقونو وضعیت څېړي

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د نړۍوالې څېړنې کاري ډله به د روانې زیږیزې میاشتې په ۲۹مه په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه راپور وڅیړي.

د دغه سازمان په وینا افغانستان یو له هغو ۱۴ هېوادونو دی چې د بشري حقونو وضعیت یې د یادې کاري ډلې له خوا څیړل کیږي.

د پوهنتون استاد، ذکي الله محمدي په دې تړاو و ویل: اسلامي امارت باید ژر تر ژره هڅه وکړي چې د نجونو ښوونځي پرانیزي څو موږ یوه روښانه، پرمختللې او ښه راتلونکې ولرو.

د بښنې نړۍوال سامان هم په خپل تازه راپور کې په افغانستان کې بشري وضعیت په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو وضعیت نازک بللی او په دغه هیواد کې یې پر ښځو د لګولو شویو بندیزونو پر ژر تر ژره لغوه کیدو ټینګار کړی دی.

په سویلي اسیا کې د بښنې نړۍوال سازمان څیړونکی، زمان سلطاني وايي: موږ په اوسني افغانستان کې د معافیت د کلتور شاهدان یو او د طالبانو تر حاکمیت لاندې د معافیت په دغه چوکاټ کې، موږ د بشري حقونو د پراخ نقض شاهدان یو.

خو اسلامي امارت یو ځل بیا په هیواد کې د ښځو له حقونو سرغړونه ردوي او وایي چې اسلامي امارت د ټولو هیوادوالو د حقونو خوندیتوب ته ژمن دی.

د اسلامي امارت ویاند، حمدالله فطرت طلوع نیوز ته و ویل: د افغانستان اسلامي امارت د یوه واکمن نظام په توګه خپلو ټولو وګړو ته د اسلامي شریعت په رڼا کې د حقوقو ورکړې ته ژمن دی. دا چې غربي نړۍ په افغاني ټولنه کې د غربي کلتور د تپلو هڅه کوي دا د هغوی هڅه ده.

تر دې وړاندې هم د امریکا په ګډون یو شمېر هیوادونو په افغانستان کې پر ښځو د لګولو شویو محدودیتونو د لغوه کیدو غوښتنه کړې وه او ویلي وو چې د ښځو حقونو د نه مراعت کیدو په صورت کې به طالبان په رسمیت نه و پيژندل شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه