د ځينو کورنیو لپاره چې په وروستیو ترهګریزو بریدونو او چاودونو کې یې د کورنۍ غړي له لاسه ورکړي، نن د اختر لومړۍ ورځ نه بلکې غمیزه وه.
اووه ویشت کلن سید حامد هاشمي د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د کارکوونکو پر موټر شوې چاودنه کې لومړی ټپي شو، خو د اختر په لومړۍ ورځ یې روغتون کې له دې نړۍ سره مخ ښه وکړه.
د هاشمي مړینې د هغه کورنۍ او خپلوان د اختر په ورځ د غم په ټغر کېنول، تابوت یې چمتو کوي، څو د کاپیسا کوهستان ولسوالۍ ته یې یوسي.
سید حامد هاشمي خپل لسانس د بلخ پوهنتون اقتصادي پوهنځي څخه اخستی و او د ماسټرۍ پر زدهکړو بوخت و.
د سید حامد هاشمي د ترور زوی وویل:«دوه ماشومان لري، زوی یې درې کلن دی او لورکۍ یې دوه کلنه ده.»
د سید حامد هاشمي تره غلام سخي هم وايي:«دا ډول مړینې چې د افغانستان ملت یې هره ورځ د روغتونونو په وړاندې ویني ډېر دردونکي دي.»
یوازې دا کورنۍ نه ده چې دا ډول غم لري.
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون د موټر چلوونکي مصطفی کورنۍ یوازې وړه مریم ده چې د خپل پلار د مړینې په اړه پر څه نه پوهېږي او تر اوسه هم د خپل پلار لهخوا د اختري ډالۍ ته په تمه ده.
د مصطفی زوی مجتبی وايي:«راته یې زنګ وواهه چې څه دې وکړل زویه! د اختر سودا دې واخیسته.»
د وژل شویو کسانو کورنۍ حکومت د امنیت د تامین په برخه کې بېپروا بولي.
دا یوازینۍ کورنۍ نه ده چې له جګړې بدې خاطرې لري، بلکې زرګونه نورې داسې کورنۍ شته چې د اختر په ورځ د خپلو عزیزانو په غم ناستې دي.