Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ادریس زمان: د افغان حکومت په نشتون کې د سولې خبرې به بې پایلې وي

پاکستان ته د طالبانو د پلاوي تګ او د دغه هېواد له لوړپوړو چارواکو سره د طالب ډلې د غړو لیدو په اړه د بهرنیو چارو زوارت سیاسي مرستیال ادریس زمان وايي چې د طالبانو دغه سفر د سولې خبرو اترو لپاره نه دی شوی.

ښاغلي زمان چې نن له غرمې وروسته (شنبې د تلې په ۱۳مه) کابل کې یوې خبري ناسته کې وینا کوله، وویل چې د طالب او امریکايي استازو د هغو امریکايي وګړو د ازاېدو په اړه چې د طالبانو په بند کې دي، په پاکستان کې سره لیدلي.

د افغانستان د بهرنیو چارو سیاسي مرستیال ټینګار وکړ، هغه خبرې چې د سولې لپاره کېږي، باید د افغانانو په مالکیت او مشرۍ وي او همدارنګه دغه خبرې په افغانستان کې د تاوتریخوالی پای او د اوربند رامنځته کېدل له ځان سره ولري.

هغه همدارنګه څرګنده کړه چې د افغان حکومت په نشتون کې د سولې خبرې اترې به هېڅ پایله ونه‎لري.

ښاغلي زمان زیاته کړه چې طالبان باید لومړی اوربند وکړي او وروسته له افغان حکومت سره د سولې خبرې اترې پيل کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د ولسمشرۍ ماڼۍ او د بهرنیو چارو وزارت ویاندویانو اسلام اباد ته د طالبانو د ۱۲ کسیز پلاوي په اړه بېلابېلې څرګندونې لرلې دي.

د بهرنیو چارو وزارت له طالبانو د پاکستان له کوربتوب هرکلی کړی، خو د ولسمشر ویاند بیا د پاکستان دا کار د دواړو هېوادونو ترمنځ د اصولو پر خلاف ګڼي.

خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال، نن د بهرنیو چارو وزارت د ویاند څرګندونې د هغه شخصي څرګندونې وګڼلې:«د بهرنیو چارو وزارت د بهرني سیاست چلوونکی دی چې ولسمشر او نورو ادارو... تدوین کړي دي. هر ډول څرګندونې چې له هغه سیاست سره په ټکر کې وي، د یوه کس شخصي نظر کېدای شي، خو د بهرنیو چارو وزارت دریځ نه دی.»

هغه څرګنده کړه چې د هېواد بهرنی سیاست باید سیاسي او ټاکنیز اوزا نه وي.

ښاغلي زمان زیاته کړه:«بهرنی سیاست، د بهرني سیاست اجرا، یوه جدي دنده ده او دا باید سیاسي او ټاکنیز اوزار نه کړو. که‎چېرې څوک یې کوي د افسوس ځای دی. د بهرنیو چارو وزارت باید خپل مسلکي‎والی وساتي.»

ادریس زمان د خپلو څرګندونو په بله برخه کې، د دې اعتراف وکړ چې افغان حکومت د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو د زمینې برابرولو لپاره طالبانو ته ځينې امکانات ورکړي دي.

هغه وویل:«هر وخت او هره شېبه چې افغان حکومت وغواړي، بېرته خپل پاسپورټ واخلي او د سفرونو مخنیوی یې وکړي او په ورته وخت کې ملګري ملتونه او د تعزیراتو کمېټه کولای شي دغه سفرونه یې بند کړي. خو موږ د هغو خبرو اترو د زمینې برابرولو لپاره چې د امریکا او طالبانو ترمنځ په جریان کې وې دا اقدام مو کړی وو او موږ په تمه یوو چې خبرې اترې یې بالاخره پایله ولري.»

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې اترې چې کابو یو کال یې دوام درلود، تېره میاشت د امریکې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له خوا ودرول شول. تراوسه څرګنده نه ده چې ایا دغه خبرې اترې له سره پیلېږي او که نه؟

ښاغلی زمان وايي چې د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو له مالومېدو وروسته، د سولې په اړه د خلکو د نظر د مالومولو لپاره یوځل بثیا مشورتي جرګه جوړېږي.

شریک یي کړئ