په دې وروستیو کې اروپايي هېوادونو کې د افغان کډوالو شمېر له سوري کډوالو زیات شوی دی.
د اروپا ټولني د سرحدي بنسټ (فرنتکس )د معلوماتو له مخي د روان ۲۰۱۹زیږدیز کال په لومړیو ۹ مېاشتو کې ګڼ شمېر افغانان اروپايي هېوادونو ته تللي دي.
یاد بنسټ وايي اوس مهال اروپايي هېوادونو کې په وروستیو کې د راکډه شویو افغان کډوالو شمېر زیات شوی دی.
د فرنتکس د شمېرو له مخي د روان کال له پیله شاوخوا ۸۰ زره کډوال اروپايي ټولني غړو هېوادونو ته د ننه شوي دي.
د راپور له مخې سږ کال اروپايي هېوادونو ته کابو ۱۷زره افغان کډوالو او ۱۰ زره هم سوري کډوال دغو هېوادونو ته ورغلي دی.
ویل کیږي چې د افغان کډوالو زیاته برخه يې د ایران له لاري اروپايي هېوادونو ته اوښتي دي.
له ایران څخه اروپايي هېوادونو ته د افغان کډوالو د تلو اساسي علت پر ایران د امریکا له بندیزونو وروسته په یاد هېواد کې د اقتصادي وضیعت خرابوالی ښودل شوی دی.