د ملي دفاع وزارت سرپرست، اسدالله خالد وايي چې هېواد کې به د جګړې بڼه بدله او افغان ځواکونه به له دفاعي نه یرغلي حالت ته راولي.
ښاغلي خالد چې نن(شنبې د مرغومې په اتمه نېټه) دفاع وزارت کې د ځانګړو مراسمو پرمهال خبرې کولې، په دې وزارت کې یې پر اصلاحاتو ټینګار وکړ. ده وویل:«وروسته له دې د دښمن په سنګرونو کې د دوی له منځه وړل زموږ شعار دی. موږ باید دښمن د هغوی په سنګرونو کې په نښه کړو.»
ده د افغان ځواکونو د مورال لوړول خپل بل لومړيتوب وښود او زیاته یې کړه چې د هېواد په یو شمېر سیمو کې له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي او په ځینو مواردو کې د شخصي ساتونکو په توګه کار کوي.
د ملي وزارت سرپرست همداراز د سولې له روان بهیر نه خپل ملاتړ څرګند کړ او زیاته یې کړه:« موږ د سولې له راتګه هرکلی کوو چې د افغانانو مالکیت او عزت په کې خوندي وي.»
اسدالله خالد د وژل شویو سرتېرو کورنیو ته پام په اړه وویل:«کله چې زه ملي دفاع وزارت ته راغلم نو داسې پېښې سره مخامخ شوم چې هغه هم په اندړو ولسوالۍ کې د ټپي سرتېرو بند پاتې کېدل وو. زه تاسو ته ډاډ درکوم چې دا ډول پېښې به بیا تکرار نهشي؛ زه نه ویده کیږم، زه به وزارت په حرکت راولم تر څو نور زموږ سرتېري ولېږدول شي.»
ښاغلی خالد په داسې حال کې ملي دفاع وزارت کې د اصلاحاتو له راوستو خبرې کوي چې اوس مهال د هېواد په ډېرو برخو کې نښتې روانې دي. په داسې حال کې چې هېواد کې د سولې راوستو په موخه هڅې روانې دي، ټاکل شوې ده په لنډ وخت کې د طالبانو یو شمېر استازي د سولې خبرو په موخه عربي متحده اماراتو ته لاړ شي.
د ملي دفاع سرپرست وزیر له افغان ځواکونو غواړي چې په جګړو کې د ملکي کسانو د مرګ ژوبلې مخنیوي ته پام وکړي او بشري قوانینو ته دې پام وکړي.