Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اسدالله خالد او امرالله صالح د سرپرسته وزیرانو په توګه معرفي شول

ولسمشر غني، په جلا حکمونو کې اسدالله خالد د ملي دفاع وزارت سرپرست او امرالله صالح یې هم د کورنیو چارو وزارت د سرپرست په توګه معرفي کړي دي.

د ولسمشرۍ مانۍ د رسنیو دفتر دغو وزارتونو ته د ښاغلي خالد او صالح د معرفي کېدو حکمونه نن رسنیو ته استولي دي.

د ولسمشر په حکم کې راغلي:«په پارلماني چارو کې د دولت وزیر په دې موظف دی چې ذکر شوي نوماندان د اساسي قانون ۹۱ مادې د درېیمې فقرې په رعایت سره د ولسي جرګې د تایید رایو ترلاسه کولو لپاره ولسي جرګې ته معرفي شي.»

په همدې حال کې په ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو کې د دغو دوو پخوانیو امنیتي چارواکو ګومارل له هرکلي سره مخ شوي دي.

د مشرانو جرګې د دفاعي او امنیتي کمېسیون رییس هاشم الکوزی په دې اړه وايي:«امرالله صالح او اسدالله خالد  دا دوه کسان د افغانستان د امنیت لپاره مثبت بولم د افغانستان په ګټه دي او ډاډ لرم چې هېواد به په سم لور ولاړ شي.»

پخوای پوځي میرزا محمد یارمند هم څرګنده کړه:«تجربه لرونکي دي؛ خو اوسنیو وزیرانو هم له یوه ښه پروګرام سره کارونه په مخ بوتلل ځکه چې له بهره ګواښونه زیات او کورني عوامل هم ډېر ځواکمن دي، دوی هم له ننګونو سره مخامخ شوي خو په تدبیر او پوه کې یې شک نشته.»

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان په اوسني وضعیت کې د اسدالله خالد او امرالله صالح معرفي کول تر ډېره د راتلونکي کال د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د ولسمشر غني د چمتووالي لپاره ګڼي.

پخوانی پوځي محمد رادمنش په دې اړه وايي:«د کورنیو او دفاع په وزارتونو کې باید بدلون راشي، خو دغه دوه کسان چې په دغه وزارت کې ځای پر ځای شوي، ډېره مانا یې دا ده چې په ټاکنیزو منډو ترړو کې دوی د ولسمشر په ګټه ښه ونډه ولري.»

دغه دوه تنه ولسي جرګې ته له معرفي کېدو وروسته د دې جرګې د باور رایې ته اړتیا لري او وروسته به د دغو دوو بنسټونو د وزیرانو په توګه معرفي شي.

اسدالله خالد د پخواني ولسمشر حامد کرزي د حکومت په لومړي پړاو کې د کندهار والي و، چې وروسته د ملي امنیت عمومي رییس شو، اسدالله خالد په ۱۳۹۱ هجري لمریز کال کې د یوه کس لخوا چې ځان یې د سولې پیغام راوړونکی بللی و له ځانمرګي برید سره مخامخ او سخت ټپي شو.

امرالله صالح هم د حامدکرزي په حکومت کې د ملي امنیت رییس و، وروسته پر مشورتي لویه جرګې له توغندويي برید وروسته له دندې ګوښه شو او په هواد کې یې د زرغون بهیر په نوم ډله جوړه کړه، د ملي یووالي حکومت په دوهم کال ولسمشر غني نوموړی په امنیتي برخه کې د اصلاحاتو په چارو کې د دولت د وزیر په توګه معرفي کړ خو له څه مودې وروسته له دې دندې څخه هم ګوښه شو.

شریک یي کړئ