Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اصلاحات او د ښې حکومتوالۍ رامنځته کول له افغان حکومته دناټو غوښته

ناټو له افغان حکومت څخه وغوښتل چې افغان حکومت دې د اصلاحاتو په راوستو او د ښې حکومتوالۍ د ښه‎والي لپاره خپلې ژمنې عملي کړي.

د ناټو ۲۸ غړو هېوادونو او په افغانستان کې د دغه سازمان همکارو هېوادونو د چهارشنبې په ورځ له افغان ځواکونو سره د مرستې او هغوی ته د مشورې او له دوی د ملاتړ لپاره د ماموریت دوام اعلان کړ.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په دغه ناسته کې د افغانستان وضعیت د اندیښنې وړ وباله.

ښاغلي سټولټنبرګ په دې اړه څرګنده کړه:« په افغانستان کې امنیتي وضعیت تراوسه هم ستونزمن دی، خو افغان پوځیان په میړانه او په مسلکي توګه له ننګونو سره مقابله کوي، د ناټو متحدین او همکاران له افغانستان سره سیاسي، عملي او مالي ملاتړ ته دوام ورکوي، د دغو مرستو په بدل کې افغانستان ژمنه کړې چې د اصلاحاتو بهیر به چټک کړي او حکومتوالي به ښه کړي.»

که څه هم ناټو په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو د ماموریت دوام د افغانستان د ثبات لپاره اړین ګڼي خو بارک اوباما وايي واشنګټن په افغانستان کې طالبانو ته ماته نه‎شي ورکولای.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما څرګنده کړه:« زه نه غواړم چې د وضعیت په اړه بل ډول انځور وړاندې کړم، د افغانستان وضعیت تراوسه پېچلی دی، په دغه هېواد کې له ۳۰ کلونو راهیسې جګړه د دغه هېواد د خلکو یوه برخه ده، امریکا نه‎شي کولای په دغه هېواد کې طالبان له منځه یوسي او یا تاوتریخوالي پاي ته ورسوي، خو هغه څه چې ترسره کولای یې شو دا دي چې پرې نه ږدو القاعده هلته امن پټنځاي ولري او هغه څه چې کولای يې شو دا دي چې له افغانانو ملاتړ وکړو ترڅو ښه راتلونکی ولري.»

په اوسني وخت کې کابو ۱۳ زره بهرني پوځیان چې څه د پاسه ۹ زره یې امریکايان دي په افغانستان کې فعالیت لري.

شریک یي کړئ