کابل کې د غرمې مهال ګرمې هوا کې یو شمېر نجونو د کفن اغوستو سره د دهمزنګ ګڼه ګونې سړک کې ناستې دي او د غزني روان حالت په اړه اعتراض لري. دو د غزني ژغورل غواړي.
دوی وايي چې د ملکي کسانو او افغان ځواکونو مړي په سرکونو کې له څو ورځو راهیسې پراته دي او هېڅوک نشته چې هغوی سمبال کړي.
د راپورونو له مخې غزني کې د درېیو تېرو ورځو نښتو په ترڅ کې کابو سل کسان وژل شوي دي او په سرکونو کې پراته دي، لا هم د ډزو غږ اورېدل کېږي.
په غزني ولایت کې د جمعې ورځې راهیسې نښتې روانې دي. د هېواد لوی درستیز تېره ورځ وویل چې طالبان د خلکو په کورنو کې پټ شوي دي او د ملکي کسانو مرګ ژوبلې مخنیوي لپاره یې کار پڅ روان دی.
په غزني ښار کې د جګړې سخت حالت د اجرستان ولسوالۍ تر اغېزې لاندې راوستې ده.
طالبانو د غزني ښار سره هم مهاله پر یادې ولسوالۍ هم بریدونه کړي دي.
سره له دې یو شمېر سرچینو طلوعنیوز ته ویلي دي چې کابو سل تنه کمانډو ځواکونه په اجرستان ولسوالۍ کې ورک دي.
غزني ولایت کې له هر وخت زیات حالت ترینګلي ښکاري.