د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزارت(پنټاګون) په افغانستان کي د دغه هېواد د یوه سرتېري له وژل کېدو خبر ورکړی.
د پنټاګون له لوري په خپره شوي خبرپاڼه کې ویل شوي چې یاد سرتېری يې د سهشنبې په ورځ(د سلواغې په ۲مه نېټه) د ماموریت پر مهال په افغانستان کي وژل شوی دی.
په خبرپاڼه کي د یاد سرتېري د وژل کېدو په تړاو نور جزییات نه دي ورکړل شوي.