په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د یوه سرتېري له وژل کېدو خبر ورکړل شو.
د ناټو غوڅ ملاتړ د خبرپاڼې په خپرولو سره نن(شنبې د لیندۍ په ۳مه نیټه) تایید کړې ده چې یوه د امریکا متحده ایالاتونو یوه سرتېري چې د یاد تړون په چوکاټ کې یې افغانستان کې دنده ترسره کوله، وژل شوی دی.
خبرپاڼه کې د وژل شوي سرتېري د پېژاند په اړه څه نه دي ویل شوي.
خبرپاڼې دا هم نه دي ویلي چې امريکايي سرتېری د هېواد په کومه برخه کې وژل شوی دی او په دې اړه یې د جزئیاتو له ورکړې ډډه کړې ده.
امریکا او ناټو په ۲۰۱۴ زیږدیز کال کې افغانستان کې په رسمي بڼه خپل جنګي ماموریت پای ته ورساوه او یوازې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې ملاتړیزه ونډه لري.