Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان کې پر اوربند د خلیلزاد ټینګار

د طالبانو د پسرلنیو عملیاتو د اعلان او د دغې ډلې او امنیتي ځواکونو ترمنځ د جګړې د زور اخیستو په لړ کې، د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد پر اوربند ټینګار کوي.

ښاغلي خلیل‎زاد د دوشنبې په ورځ (د وري په ۲۶مه) په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي چې افغانستان کې د مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره باید د طالبانو او حکومت ترمنځ اوربند رامنځته شي.

هغه زیاته کړه چې په دې اړه یې د طالبانو له استازو سره خبرې اترې دوام لري:«افغانستان کې د مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره تر ټولو چټکه لار د اوربند پر رامنځته کېدو هوکړه ده. د طالبانو لوړ پووړي چارواکي باید خپلو استازو ته اجازه ورکړي چې د خبرو اترو مېز ته حاضر شي؛ زه په دې اړه خپلو هڅو ته دوام ورکوم.»

طالبانو درې ورځې مخکې، د «الفتح» تر نامه لاندې خپل پسرلني عملیات پیل کړل. دغې ډلې تېره ورځ وویل چې په ۲۵ ولایتونو کې له امنیتي ځواکونو سره په نښته بوخت دي.

ملي دفاع وزارت هم تېره ورځ ویلي وو چې په څه باندې ۱۰ ولایتونو کې جګړو زور اخیستی دی.

طالبانو په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې جګړه په افغانستان کې د امریکا له خوا تحمیل شوې ده. خو دا څرګندونې د زلمي خلیل‎زاد لخوا رد شوې دي.

خلیل‎زاد وايي چې امریکا پر افغانانو جګړه نه ده تپلې. هغه زیاته کړه واشنګټن د سولې خبرو اترو ته حاضره شوې ځکه چې جګړه نه شي کولای د تاوتریخوالي مخنیوی وکړي.

هغه زیاتوي:«موږ دا جګړه نه ده تحمیل کړې. څو لسیزې کېږي چې افغانستان کې جګړه ده، په لسګونه زره ولسي وګړي ووژل شول. افغانان د جګړې د یوه بل پړاو پر ځای د یوې نوې لارې په لټه کې دي.»

په داسې حال کې د جګړو د اور لمنې پراخې شوې دي چې په ورته وخت کې د سولې هڅې هم د هر بل وخت په پرتله زیاتې شوې دي. ټاکل شوې چې تر راتلونکو څو ورځو . د حکومت استازي، سیاستوال او طالبان په دوحه کې سره وویني.

شریک یي کړئ