د طوبا یحیا په نامه افغانيالاصله کاناډايي مېرمن چې ۴۸ کاله عمر لري او د خپل مېړه لومړۍ ښځې او د خپلو درېیو لوڼو د وژنې په تور د کیوبک بند کې شپې ورځې تېروي، له دې هېواد څخه به ویستل شي.
نوموړې په ۲۰۰۷ زیږدیز کال کې کاناډا ته تلې وه او د دې هېواد دایمي اوسېدو کارت یې هم ترلاسه کړی وه، خو د کاناډا د کډوالو وزارت د دې مېرمنې د کډوالۍ اسناد باطل اعلان کړي دي.
طوبا له خپل مېړه محمدشفیع او زوی حمید سره په ۲۰۱۲ زیږدیز کال کې د خپلو لوڼو ناموسي وژنې په په تور مجرم پېژندل شوي دي. دوی تورن دی چې په ۲۰۰۹ زیږدیز کال کې یې ۱۹ کلنه زینب، ۱۷ کلنه سحر او ۱۳ کلنه ګیتي وژلي دي.
له دې سره طوبا او خاوند یې محمدشفیع تورن دي چې د محمدشفیع لومړۍ مېرمن رڼا امیر محمد هم وژلې وه او مړی یې د اونتاریو ایالت د کینګز ښار په یوه کانال کې وموندل شو.
کاناډايي چارواکي وايي دوی ځکه خپلې لوڼې وژلې دي چې د خپلې کورنۍ دود او دستور ته یې پام نه کاوه.
خو د راپورونو له مخې محمد شفیع او حمید قصدي وژنه رد کړې او د استیناف غوښتنه یې کړې ده.
ویل کېږي چې استیناف محکمې په ۲۰۱۶ زیږدیز کال کې د دوی دا غوښتنه رد کړې وه.