د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر عبدالعزیز کاملاوف سره ولیدل.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې په دغې لیدنه کې همدارنګه د امنیت په چارو او د سوېلي او مرکزي اسیا مسایلو کې مدیرې، د ټرمپ د مرستیال سکرترې لیزا کرټېس هم حضور درلود.
خبرپاڼه همدارنګه کاږي چې په دغې لیدنه کې د ازبکستان، امریکا د اړیکو او همدارنګه د سیمې او نړۍ د اوضاع په اړه هم د نظر ادلون بدلون وشو.
د خبرپاڼې پر حواله چې ښاغلي خلیلزاد او کاملاوف د افغانستان په اړه بحث وکړ او زیاته یې کړه چې د افغانستان مسایل پوځي حل لاره نهلري.
په دغې لیدنه کې دواړو لورو، په ژنو ناسته کې د افغانستان د سولې په اړه د اشرف غني له پروګرامه یې ملاتړ وکړ.
په دغې لیدنه کې، همدارنګه د افغانستان په ټولنیزه او اقتصادي حوزه کې ستر زیربناويي طرحې هم وڅېړل شوه.