Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

'افغان سولې ته له رسېدو سره به د پاکستاني طالبانو مخه ونیول شي'

د پاکستان پوځ هیله لري چې په افغانستان کې د سولې هوکړې له رسېدو سره به د پاکستاني طالبانو د تحریک مخه ونیول شي. 

د پاکستان پوځ د شمالي وزیرستان په بېلابېلو سیمو کې له افغانستان سره په پولو کې خپله څارنه زیاته کړې ده، په دغو سیمو کې د پاکستاني طالبانو تحریک فعالیت لري.

د پاکستان پوځ د پاکستاني طالبانو تحریک د جنګیالیو شمېر له درې تر څلور زره تنه بولي او وايي تېر کال دغې ډلې په شمالي وزیرستان کې یوولس بریدونه ترسره کړل.

خو اوس پاکستان هیله من دی چې د طالبانو او امریکا ترمنځ له سیاسي موافقې وروسته د پاکستاني طالبانو تحریک د فعالیتونو مخه ونیول شي.

بلخوا په کابل کې د امریکا پخوانی سفیر په دې باور دی چې پاکستان نه غواړي د راتلونکي حکومت مشري د طالبانو پرغاړه وي خو غواړي دا ډله په راتلونکي حکومت کې د پام وړ رول ولري.

کابل کي د امریکا پخوانی سفیر جیمز ډابینز په دې اړه زیاته کړه:«پاکستان غواړي طالبان د افغانستان په حکومت کې د پام وړ ونډه ولري، دوی احساسوي چې دا کار به په افغانستان کې د دوی د ګټو له خوندیتوب سره مرسته وکړي، له همدې امله غواړي چې د کړکېچ د دوام پرځای د سولې په هکله خبرې وشي.»

له دې سره سره د افغانستان د سولې په بهیر کې د اسلام اباد یوه بله علاقه مندي له امریکا او لوېدیځو هېوادونو د لازیاتو مالي مرستو ترلاسه کول هم بلل کېږي.

د سیاسي چارو شنوونکی وحید مژده په دې اړه وايي:«پاکستانیانو هم د افغانستان له جګړ ګټه ترلاسه کړې او اوس غواړي چې د افغانستان له سولې هم ګټه ترلاسه کړي، او غواړي چې مرسته ترلاسه کړي، هغه هم نه یوازې له امریکا بلکې له عربو هم.»

خو د افغانستان د نوې ملي جبهې مشر په دې باور دی چې افغان حکومت باید له دې فرصته په سمه توګه استفاده وکړي.

د افغانستان د نوې ملي جبهې مشر انوار الحق احدي څرګنده کړه:«یو لړ ابهامونه شته چې هغه باید روښانه شي او ځينې ستونزې هم شته چې د هغه لپاره باید حل لارې وپلټل شي، خو زموږ ذهنیت دا دی چې په دغو مذاکراتو کې د سولې په ګټه بریالي کېږو او یو داسې یو چانس دی چې د څو کلونو په لړ کې ترلاسه شوی دی.»

له دې مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له امریکا سره خبرو ته د طالبانو د حاضرولو لپاره د دې هېواد د پیاوړي رول خبره کړې ده.

د افغانستان او پاکستان لپاره د روسیې استازی هم اسلام اباد ته تللی او د افغانستان په اړه یې له پاکستاني چارواکو سره خبرې کړې دي.

شریک یي کړئ