Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغان ولسمشر په پاکستان کې د پښتنو له اعتراضونو ملاتړ وکړ

افغان ولسمشر محمد اشرف غني، په پاکستان کې د پښتنو له اعتراضونو خپل ملاتړ اعلان کړ او هغه یې « د ترهګرۍ او افراطیت په وړاندې مدني حرکت» وباله.

ښاغلي غني په خپل ټوېټر پاڼه کې لیکلي دي:«دغه تاریخي مدني خوځښتونه چې اصلي موخه یې د افراطیت په وړاندې مبارزه ده. او دا د افغان ویاړ خان عبدالغفار خان د تاوتریخوالي د نشتون شعار له بنسټيز ارزښت سره تړاو لري.»

ولسمشر غني همدارنګه له نړیوالې ټولنې او د پاکستان له حکومته غوښتي چې له دغو خوځښتونو ملاتړ وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په کراچۍ کې د پولیسو له خوا د یوه ځوان له وژل کېدو وروسته، کابو لس ورځې مخکې د پښتون قوم په زرګونه تنو په لاریون لاس پورې کړ او دغه لاریون د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته وغځېد.

دغه لاریون کوونکي د پاکستان له حکومته عدالت غواړي او د هغوی په وینا، د هغوی بله غوښتنه پر هغوی د ظلم پای ته رسول دي.

د تېرې اوونۍ په لړ کې، ځينو ویناوالو له احساساتو، شور او زوږ سره له هغه ظلم یادونه کوي چې پر هغوی شوي او د پاکستان له حکومته غواړي چې د هغوی غوښتنو ته رسېدنه وکړي.

نقیب الله محسود چې د کراچۍ د پولیسو له خوا ووژل شو، له ترهګرو ډلو سره د اړیکې په تور تورن وه. خو د یوې څېړنې په پایله کې د دغه تور په اړه هېڅ ډول شواهد پیدا نه کړل.

ولسمشر غني همدارنګه وايي هیله ده چې « پاکستان کې دا مدني خوځښت، د افراطیت د ولو تر وچولو دوام وکړي.»

ښاغلی غني همدارنګه له رسنیو غوښتي ترڅو دغه لاریون په بشپړه توګه تر پوښښ لاندې ونیسي.

شریک یي کړئ