د امریکې د «میلیټري» نشریې په رپوټ کې چې تېره ورځ خپور شوی راغلي دي چې ټاکل شوې ده امریکا د جگړو د لومړیو کرښو سلګونه سلاکاران افغانستان ته واستوي.
په راتلونکي پسرلي کې د جګړو له احتمالي زیاتېدو سره جوخت، امریکایي پوځ څه باندې ۸۰۰ سلاکاران د جګړو په لومړیو کرښو کې ناټو ځواکونو ته د مشورې ورکولو په موخه افغانستان ته استوي.
اخوا ویل کېږي چې د دغو سرتېرو د راتلو بهیر پیل شوی او ټاکل شوې ده چې، تر راتلونکي یوې اوونۍ پورې بشپړ شي.
د راپورونو پر بنسټ د دې پوځي سلاکارانو ځانګړې لوا به د بهرنیو لوړپوړو چارواکو پر ځای د جګړو په کرښو کې پوځيانو ته مشورې ورکړي.
د امریکا پوځ باور لري چې په دې کار سره به د ترهګرو پر وړاندې جګړه ښه مخ ته ولاړ شي.
په دغه رپوټ کې راغلي دي چې سپینه ماڼۍ هوډ لري چې تر راتلونکي پسري په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر ۱۵ زره تنو ته لوړ کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د تېر کال په پسرلي کې د امریکايي ځواکونو شمېر، ۱۱ زره تنو ته رسېده.