د جنرال مکینزي په نوم یو لوړپوړی امریکايي جنرال وايي، د روانې جګړې سیاسي حل یوه کلیدي مسئله ده.
هغه د ځانګړو عملیاتو د قومندانۍ په یوه ناسته کې وویل، امریکايان باید په بېړه له افغانستانه ونه وځي.
دا په داسې حال کې دی چې د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د سولې د هڅو په لړ کې تېره ورځ پاکستان ته ورسید.
د راپورونو له مخې پاکستاني اړخ د سولې په بهیر کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی، په ورته وخت کې ایران هم د همکارۍ سینه ډبولې ده.
تېره ورځ د ناټو عمومي منشي بروکسل د ناټو غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ناستې ته وویل، چې په افغانستان کې د سولې په برخه کې د امریکا پیل کړې هڅې باید سیمهییز ملاتړ هم له ځان سره ولري.
هغه وویل تمه ده چې د سیمې هېوادونه په تېره بیا روسیه او ایران د دې هڅو ملاتړ وکړي.
د ایران سفیر رضا بهرامي تېره ورځ یوه غونډه کې وویل، دوی د سولې د زمینې برابرولو په برخه کې همکارۍ ته تیار دي.