د امریکا د ملي پوځ د مرکزي قومندانۍ شمېرې ښيي چې امریکايي پوځيانو په تېرې زیږدیزې میاشت کې په افغانستان کې څه باندې ۵۰۰ زره بمونه د دولت پر وسلهوالو غورځولي دي.
د شمېرو له مخې په اپریل میاشت کې څه باندې ۵۰۰ بمونه د دولت پر وسله والو مخالفینو غورځول شوي دي.
همداراز امریکا په افغانستان کې د خپلو ځواکونو لپاره نوی قومندان غوره کړی. امریکايي چارواکي وايي جنرال اسکاټ مېلر به د جنرال نېکلسن پر ځای وټاکل شي.
د روان زیږدیز کال په اپریل میاشت کې امریکا په افغانستان کې ۵۶۲ بمونه غورځولي دي.
امریکايي پوځيانو په افغانستان کې له تېرو ۱۷ کلونو راهیسې د کال په هېڅ یوه میاشت کې په دومره کچه بمونه نه وو غور ځولي.
په دې میاشت کې امریکايي پوځيانو د «بېپيلوټه» الوتکو سربېره د «سي ۱۷» ډوله الوتکو څخه هم د بمونو په غورځولو کې کار اخیستی دی.
د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش په دې اړه وویل:«ترهګرو د خندق په نامه عملیات اعلان کړل او په دغو عملیاتو کې د سیمې د استخباراتو له همکارۍ سره یې زیات ګواښونه رامنځته کړل، له همدې امله د افغانستان د دفاعي ځواکونو فعالیتونه زیاتوالی وموند، د دفاعي ځواکونو د فعالیت له زیاتوالي سره جوخت هوايي بریدونه هم زیات شول.»
دغه راز، د ډونالډ ټرمپ ادارې په افغانستان کې د امریکايي پوځيانو لپاره نوی قوماندان وټاکه.
په افغانستان کې له ۱۷ کلونو وروسته جنرال اسکاټ مېلر نهم امریکايي قومندان دی چې د ډانلډ ټرمپ لخوا لومړی قومندان ټاکل کېږي.
دغه د درې ستور لرونکی جنرال د څلور ستوري لرونکي جنرال جان نېکلسن ځای ناستی کېږي.
د ولسي جرګې د کورني امنیت د کمېسیون غړې فاطمه عزیز وايي:«تر هغه چې پلان، تګلاره او پروګرام بدل نه شي زه فکر نه کوم چې د اشخاصو او کسانو ادلون او بدلون دې ګټور وي.»
جنرال میلر اوس مهال د امریکا يي ځواکونو د ځانګړو پوځيانو قوماندان دی.
په نړۍ کې د نیول شوو ترهګرو تعقیبول، د ځانګړو ځواکونو قومانده او په افغانستان کې د امریکايي سمندري ځواکونو په عملیاتو کې ونډه اخیستنه د جنرال مېلر له کار کړنو دي.
د پوځي چارو شنوونکی طاهر یرغل څرګنده وي:«کهچېرې دغه قومندان زموږ د وسلهوال ځواک اړتیاوې په خپل وخت پوره کړي، په خپل وخت مرسته او همکاري وکړي دا غوره دریځ دی او موږ له مرګ ژوبلې او پرځېدو ژغورل کېږو.»
د ډونلډ ټرمپ اداره په داسې حال کې په افغانستان کې د امریکايي پوځيانو په قومانده کې بدلون راولي چې په دغه هېواد کې جګړه پراخه او پیچلې کېږي.
تازه د امریکا د دفاع او بهرنیو چارو وزارتونو د افغانستان او سوېلي اسیا لپاره د ډونلډ ټرمپ په کړنلاره نیوکه کړې چې ویلي يې دي د دې کړنلارې له اعلان وروسته له طالبانو سره د جګړې په ډکر کې لږ پرمختګ لیدل کېږي.