د واشنګټن او ای بي سي له خوا یوه نوې نظر پوښتنه د دې ښودنه کوي چې ډېری امریکایان په افغانستان کې له ۲۰۱۶ زیږدیز کال څخه وروسته د خپلو د سرتېرو د پرېښودلو په اړه د ولسمشر اوباما له پرېکړې څخه ملاتړ کوي.
د دغې نظرپوښتنې په بنسټ ۵۳ سلنه ډموکراټان؛او ۵۱ خپلواکه رای ورکونو او ۴۷ جمهوري غوښتونکو د باراک اوباما د دغې پرېګړې په اړه مثبت نظر ورکړی دی.
دغه نظر پوښتنه د دې ښودنه کوي چې ډموکراټان د جمهوري غوښتونکو په پرتله د ولسمشر اوباما د دغې پرېګړې ډېر پلویان دي.
په یوې ورته نظر پوښتنه کې چې تېر کال ترسره شوې،جمهوري غوښتونکو د ډوکراټانو په پرتله یعنې ۶۶ سلنه د ۵۲ سلنې په مقابل کې په افغانستان کې د ۲۰۱۵ کال تر پایه د ۱۰زره سرتېرو د پرېښودو له پرېګړې څخه ملاتړ کړی وه.
په ټول کې د امریکایانو نیم وګړو یعنې د هغوی ۵۴ سلنه د ولسمشر اوباما له پرېکړې څخه چې په افغانستان کې د سرتېرو حضور د افغان ځواکونو د روزنې او همکارۍ لپاره وه ملاتړ کړی دی.
له دې وړاندې د جمهوري غوښتونکو ۲۲ غړي د امریکا د پوځي چوپړتیاو په مجلس کې باراک اوباما ته لیک استولی دی او هغه څخه یې غوښتي دي ترڅو د ۲۰۱۶ کال تر پایه ۹ زره او ۸۰۰ امریکايي سرتېري په افغانستان کې وساتي.
تېره اوونۍ باراک اوباما څرګنده کړه چې د ۲۰۱۶ له پای څخه وروسته له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو ډېر شمېر بهر کېدل به عملي نه شي ځکه چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت ماتېدونکی دی او د دې وېره شته چې د دغو سرتېرو له بشپړ بهر کېدو څخه وروسته په دغه هېواد کې وضعیت ډېر خراب شي.
په دې اړه مو اندونه