د امریکا ملي پوځ په روان زیږدیز کال کې، افغانستان کې د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو په وړاندې دومره بمونه او مهمات استعمال کړي چې ساری یې په څه باندې یوې لسیزه کې نه دی لیدل شوی.
د امریکا د هوايي ځواکونو نوې شمېرې ښيي، چې د روان زیږدیز کال په لړ کې، دغو ځواکونو په افغانستان کې د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو په وړاندې ۵ زره او ۹۸۲ بمونه او نور مهمات کارولي دی.
هغه شمېرې چې په څه باندې ۱۰ کلونو کې د هغه ساری نه دی لیدل شوی.
امریکا افغانستان کې د طالبانو او بلواګرو په وړاندې له «اف ۱۶»او «اې سي ۱۳۰» جنګي الوتکو او بېلابېلو توغندیو کاراخیستی دی.
په دې وروستیو کې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټر مپ، په افغانستان کې له اوسنۍ جګړې څخه په ننګه ویلي، کهچېرې امریکايي ځواکونه افغانستان ته ولاړ نه شي، باید دننه په خپل هېواد کې وجنګېږي.