Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اوباما د افغان حکومت له مشرانو څخه وغوښتل چې خپل یووالی وساتي

د امریکا ولسمشر بارک اوباما،له ولسمشر غني او اجرائيه رییس عبدالله عبدالله سره په یوې تلېفوني اړیکه کې په افغانستان کې د سولې او امنیت د ټينګښت لپاره د هغوی له هڅو څخه ستاینه وکړه.

هغه چې د خپلې ولسمشرۍ په وروستیو شپو او روځو کې دی،د امریکا او افغانستان ترمنځ د خپلو همکاریو څخه یادونه وکړه او هغه څخه یې ستاینه وکړه.

د سپینې ماڼۍ چارواکو ویلي چې ولسمشر اوباما، د افغانستان د خلکو لپاره د دغه هېواد د مشرانو له ژمنو څخه ستاینه وکړه او د اداري فساد د کموالي او د قانون د پلي کېدو له ملاتړ څخه یې هم مننه وکړه.

ښاغلي اوباما له ولسمشرغني او ښاغلي عبدالله څخه وغوښتل ترڅو د افغانانو د یووالي د پیاوړتیا او په افغانستان کې د سولې او دایمي امنیت د ټينګښت لپاره خپلو ګډو هڅو ته دوام ورکړي.

شریک یي کړئ