د امریکا ولسمشر بارک اوباما وايي دا چې د ۸ کلونو لپاره د خپل هېواد د وسلهوالو ځواکونو سرقومندان اعلی وه په ځان ویاړي.
اوباما وویل چې په افغانستان کې د امریکا د جنګي مأموریت پای ته رسېدل یوه لاسته راوړنه ده او دمکړۍ په افغانستان او عراق کې د امریکايي ځواکونه شمېر له ۱۴۰ زره څخه ۱۵ زرو ته راکم شوی دی.
له دې سره سره،هغه ټینګار کوي چې امریکا له یو لړ ګواښونو سره مخ ده له همدې امله په عراق ،سوریې او افغانستان کې د داعش پر ضد سترې جګړې په مخ کې لري.
هغه د امریکا له منتخب ولسمشر ډونالډ ټرامپ څخه غواړي ترڅو په عراق،سوریې، افغانستان او د نړۍ په نورو برخو کې چې د امریکا د اوسني پوځي مشرتابه له سلا مشورو څخه ګټه اخلي د ترهګرۍ له امله ګواښونو ته رسېدنه وکړي.
هغه څرګنده کړه:«طبیعي ده چې موږ په موصل،سوریې او افغانستان یعنې په هغو ځایونو کې چې داعش ډله فعالیت لري د دغې ډلې پر ضد سترې جګړې لرو. په دغو ټولو برخو کې موږ هر هغه څه چې په توان کې لرو ترسره کوو ترڅو ډاډ ترلاسه کړو چې د امریکا راتلونکی ولسمشر د اوسنیو پوځي مشرتابه له عالي خدمتونو څخه چې د دغه مېز په شاوخوا کې دي،ګټه پوره کړي.»