د ولسمشر د ویاند مرستیال سید ظفر هاشمي د دې په بیان سره چې د ټاکنیز نظام د اصلاح کمېسیون رییس او مرستیال ټاکل شوی دی وویل چې وروسته له دې به د ولسمشر غني ځير د پارلماني ټاکنو د په لاره اچونې د وخت پر ټاکلو وي.
د ولسي جرګې د کاري پېر له پای څخه وړاندې سممهاله؛ ولسمشر غني ژمنه وکړه چې تر یوې میاشتې به د پارلماني ټاکنو د ترسره کولو وخت وټاکي، خو له دغه وخت څخه درې ورځې پاتې دي او تر اوسه د ټاکنو د ترسره کولو وخت نهدی روښانه شوی.
د ولسمشرۍ د ویاند مرستیال سید ظفر هاشمي څرګنده کړه: " د ټاکنیز نظام د اصلاح کمېسیون غړي ګومارل شوي دي او د دغه کمېسیون په مشرۍ کې شاه سلطان عاکفي او د هغه مرستیال صدیقالله توحیدي دی".
د هېواد په ټاکنیز نظام کې بنسټیزه اصلاح د اجراییه ریاست لپاره سره کرښه ویل شوې ده او اجراییه رییس په ځلونو پر دغې موضوع ټینګار کړی دی.
خو ویل کېږي چې د ولسمشر او اجراییه رییس تر منځ د نظر اختلاف دغه بهیر ځنډولی دی.
د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ رییس محمد نعیم ایوب زاده وویل: " د حکومت د مشرتابه تر منځ د نظرونو اختلاف د دې لامل شوی دی چې هغوی ونهشي کولای د ټاکنو د ترسره کولو وخت څرګند کړي".
د ټاکنو لپاره د مدني ټولنې د شبکې رییس جانداد سپينغر څرګنده کړه: " د ټاکنو د وخت ټاکل د ټاکنیز نظام د اصلاح کمېسیون په رامنځته کولو او د دغه کمېسیون د ارزونو وروسته به د ټاکنو د ترسره کولو وخت، وټاکل شي".
پارلماني ټاکنې له ډېرو ستونزو سره مخ دي. د امنیت ټینګښت او د دغو ټاکنو د بودیجې برابول تر ټولو لویه ننګونه ویل شوې ده.
وړاندې له دې، لوېدیځو چارواکو هم خبرداری ورکړی دی تر هغه چې د افغانستان په ټاکنیز نظام بنسټیز اصلاحات رامنځته نهشي، نړیواله ټولنه به د افغانستان له ټولټاکنو سره مرسته ونهکړي.
اجراییه ریاست طلوعنیوز ته د یوې خبرپاڼې په استولو سره د دغه کمېسیون غړي وپېژندل:
رییس، شاه سلطان عاکفي
مرستیال، صدیقالله توحیدي
غړي: صالح محمد رېګستاني
صبرینا ثاقب
کاوون کاکړ
محمد علي امیري
عبدالقدیر کریاب
محمد بشیر فاروق
اسدالله سعادتي
فیضالله ذکي
شاه محمود میاخېل
ډاکتر عالمه
د عدلې وزارت استازی، عبدالمجید غني زاده
د ملګرو ملتونو سازمان استازې، تادامچي یاماموتو
په دې اړه مو اندونه