Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بنسواډ غواړي چې د افغانستان جنګي جنایتونه وڅېړل شي

د جنايي جرمونو د نړیوالې محکمې څارنوالې فاټو بنسوډا، د جمعې په ورځ (د لړم په ۱۲ مه) له دغه بنسټ څخه وغوښتل چې په افغانستان کې د جنګي جنایاتو د ادعاګانو په اړه رسمي څېړنې پیل کړي.

د بشري حقونو د څار بنسټ په یوه خبرپاڼه کې راغلي دي چې مېرمن بنسوډا ویلي چې د هغه د دفتر لومړنیو څېړنو ښودلې چې په افغانستان کې د جنګي او جنايي جرمونو او د بشریت ضد کړنو په اړه د څېړونو شرایط او معیار برابر دی.

په خبرپاڼه کې راغلي دي:«کابو ۱۰ کاله مخکې، محکمې په افغانستان کې لومړنۍ شننې او تحلیل پیل کړی د دې تعیین پړاو چې ایا شونې ده جنګي جنایت شته وي او که وي، محکمه باید عمل وکړي.»

خبرپاڼه همدارنګه لیکلي:«اعدامونه، ربړونې، او د افغانستان پر ولسي وګړو ځانمرګي بریدونه ترسره شوي او دغه ناوړه استفادې تر یوه بریده شنېډ شوې دي.»

مېرمن بنسوډا د افغانستان په اړه په خپل وروستي رپوټ کې، د جنایي جنګونو د عاملانو یوه ستره ډله چې کولای شوای ځواب ویونکې وي پېژندلې وه؛ طالبان، د افغان حکومت چارواکي او امریکايي ځواکونه.

په خبرپاڼه کې کاږل شوي:«د روم د اساسنامې پر بنسټ چې د جنايي جرمونو نړیواله محکمه یې رامنځته کړې، محکمه په یوه غړي هېواد کې د بېلابېلو جرمونو په اړه صلاحیت لري، حتا د هغو کسانو له خوا ناوړه استفادې چې د امریکا په څېر هېوادونو وکړي چې د جنايي جرمونو د نړیوالۍ محکمې غړیتوب هم نه‎لري، وڅېړي.»

شریک یي کړئ