Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

بهرنیو چارو وزارت: د مسکو غونډه له سولې سره هېڅ مرسته نه کوي

افغان حکومت، د روسې په کوربتوب د افغان سولې په اړه له مسکو څخه غواړي چې په دغه بهیر کې د افغانستان په مشرۍ او مالیکت د رسمیت پېژندلو لپاره پر خپلو ژمنو عمل وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د دا ډول غونډو ترسراوی به د افغانستان د سولې له بهیر سره مرسته ونه کړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي وايي:«موږ ډاډه یوو چې دا ډول غونډې او ناستې، له موږ سره سولې ته د رسېدو په چاره کې مرسته نه کوي. له مخکې هم زموږ دریځ روښانه وو او ټاکل شوې نه ده چې موږ دې په دې ناسته کې ګډو وکړو.» 

د رپوټونو پربنسټ، ټاکل شوې ده چې د سې‎شنبې په ورځ مسکو د ځينو افغان سیاستوالو او طالب استازو کوربتوب وکړي. روسي چارواکو رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې په دغې غونډه کې به افغان حکومت ونه بلل شي.
د افغانستان د خلکو د اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق، د جمعیت اسلامي ګوند د مشرتابه شورا غړي هر یو عطامحمد نور او محمد اسماعیل خان، پخوانی ولسمشر حامد کرزی هغه کسان دي چې ویل کېږي په دغې ناسته کې به ګډون وکړي.

ښاغلي محقق چې نن له غرمې وروسته (جمعه د سلواغې په ۱۲ مه) په کابل کې د یوې ناستې په لړ کې خبرې کولې، که‎څه هم د مسکو په غونډه کې د حضور او نه حضور په اړه څه ونه ویل، خو ټينګار یې وکړ چې افغان سیاستوالو د سولې خبرو اترو لپاره هڅې پیل کړې دي.

هغه ټینګار وکړ چې سیاستوال په هڅه کې دي چې افغانستان ته سوله راولي:«ولسمشر سولې ته زړه نه ښه کوي؛ هغه ته څوکۍ خوند ورکړی؛ وايي چې تر راتلوونکو پنځو کلونو سوله کوي - پنځه کاله به څه ډول وي: هره ورځ به ۲۰۰ تنه وژل کېږي... او په یوه کال کې باید شپږ لکه او ۸۰ زره تنه ووژل شي چې سوله راشي. انشاالله موږ به سوله هم وکړو، ټول ملت، د سیاست ټول مشران او د افغانستان ټول جهادي مشران تر یوه سیاسي چت جوړ کړی او د نړۍ په لور ورځي او نړۍ د دوی په لور راځي او سوله ټینګېږي - که زړه یې وغواړي که ونه غواړي.»

په درې وروستیو میاشتو کې دا به دویم ځل وي چې مسکو به د افغانستان د سولې په اړه د ناستې کوربتوب کوي. د مسکو لومړنۍ غونډه چې په هغه کې هم د افغان حکومت استازو حضور نه درلود، د روان کال په لړم میاشت کې ترسره شوه. په دغې غونډه کې، طالب استازو، د سیمې لس هېوادونو او امریکا ګډون کړی وو. طالبان په دغې ناسته کې وو چې په رسمي توګه یې له افغانستانه د بهرني ځواکونو وتل وغوښتل.

رویټرز خبري اژانس لیکي، روسیې دې غونډې ته چې د راتلوونکې سه‌شنبې په ورځ کېږي، طالب مشران او همدا ډول یو شمېر افغان سیاسیون ور غوښتي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده ماریاخاروا وویل:«موږ له پاکستان سره د ترهګرۍ ضد جګړه کې او همدا ډول د افغانستان د سولې په برخه کې له نږدې همکاري کوو. موږ هلته د داعش ډلې د پرمختګ په اړه ګډه اندېښنه لرو.»

بل لورته یو امریکايي چارواکی په روسیه کې د طالبانو او افغان سیاسیونو ترمنځ ناستې ته په غبرګون کې وايي، روسیه هڅه کوي چې د امریکا په ملاتړ د افغانستان د سولې خبرو اترو ته زیان ورسوي.

خو د سولې عالي شورا وايي، له هر هغه ګام چې د افغانستان د سولې په برخه کې مرسته او د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو سبب وګرځي، ترې ملاتړ کوي.

د سولې عالي شورا ویاند سید احسان طاهري څرګنده کړه:«د سولې د پیل لپاره دې داسې حرکتونو پیل شي چې د سولې بهیر لپاره د زمینې برابرول او د افغان سولې ملاتړ وي، له شک پرته موږ له هغو هرکلی کوو او د افغانستان او سیمې په خیر یې ګڼو.»

د سولې خبرې اترې اوس اساس پړاو ته رسېدلي دي د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي چې له طالبانو سره په وروستۍ مذاکره کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې پرمختګونه شوي دي.

بل خوا په لندن کې د تماس ډلې څه باندې څلوېښت هېوادونه چې په هغه کې زلمي خلیلزاد د سولې عالي شورا د دارالانشا رییس عمر داوود زي هم حضور درلود، له افغان سولې څخه یې خپل ملاتړ اعلان کړ.

د سولې خبرو کې د حکومت ورکه برخه، خو د مسکو لخوا د ونډې زیاتوالي ته هڅې په تېرو درې میاشتو کې دا دویم ځل دی چې مسکو د افغانستان د سولې په اړه د خبرو کوربه‌توب کوي.

شریک یي کړئ