رپوټونه رسوي چې په فراه ولایت کې د طالبانو د یوه برید په ترڅ کې ۱۱ تنه پولیس وژل شوي او یو تن بل ژوبل شوی دی.
یو امنیتي سرچینه طلوع نیوز ته وايي چې طالبانو نن د شنبې پر سهار(د مرغومې په ۴مه)طالبانو د فراه ښار په شمالګاه سیمه کې د پولیسو پر یوې پوستې برید وکړ.
د دغې سرچینې پر بنسټ،په دغې پېښه کې ۱۱ تنه پولیس وژل شوي او یو تن بل ټپي شوی دی.
له بل لوري د فراه امنیه قومندان توریالی عبدیاني وايي چې په دغه برید کې درې پولیس وژل شوي او درې تنه نور وژل شوي او څلور تنه نور یې ټپيان شوي دي.
هغه همدارنګه وویل چې په دغه برید کې طالبانو د هغوی ټول تجهیزات له ځان سره وړي دي.