د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې تېره ورځ( یکشنبې د وري۵مه) راغلي دي چې په کابل کې د ترکیې سفیر، اوزان آرطغرل د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست، صلاح الدین رباني سره په لیدنه کې وویل چې دا هېواد غواړي په هرات ولایت کې کُنسلګري پرانیزي.
خبرپاڼه کې راغلي دي:«ښاغلي ارتُغرُل؛ افغانستان د ترکېې دوست وباله، او افغانستان ته ېې په نږدې راتلونکې کې د خپل هېواد د لومړي وزیر، بنعلي یلدرم د راتګ خبر ورکړ.»
نوموړي په ترکیه کې د افغانستان ځوان پولیسو افسرانو د زدکړې د شپږمې دوری د فراغت یادونه وکړه او د افغانستان پولیس افسرانو د زدکړې دوام لپاره ېې د خپل هېواد په ژمنه ټینګار وکړ.
همداراز په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د روانې میاشتې په لومړیو کې به دواړه هېوادونه ګډ سوداګریز کمېسیون رامنځته کړي.
خبرپاڼه وړاندې وايي چې د هېواد د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په بیلابیلو برخو کې، په ځانګړې توګه امنیتي ځواکونو د زدکړی او روزنې په برخه کې د ترکېې د مرستو ستاینه وکړه، او د ترکېې جمهوریت مرستې ېې مهمې وګڼلې.
دغه راز د ترکېې سفیر، په هرات کې د خپل هېواد د قونسولګرۍ د کار په پېل کولو خبرې وکړې وویل چې ډېرژر به په هرات کې د ترکېې قونسولګری د کار د پېلولو شاهدان وو.
دواړو لوریو سیاسي، امنیتي، اقتصادي، استانبول پروسې، دوه اړخیزو اړیکو او اسلامي همکاریو سازمان د ناستې موضوعګانو په اړه بحث او خبری وکړې.