Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ترکیي سفیر: جنرال دوستم ډېر ژر افغانستان ته راستنېږي

د هېواد په شمال او شمال ختیځو ولایتونو کې د لاریونونو له زور اخیستو سره خوخت، هېواد ته د ولسمشر د لومړي مرستیال د راستنېدو لپاره هېڅې هم زیاتې شوي دي.

تېره اوونۍ د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش له جنرال دوستم سره د خبرو اترو لپاره ترکیې ته ولاړ او اوس په کابل کې د دغه هېواد سفیر وايي چې خبرې اترې روانې دي او ټاکل شوې ده چې ډېر ژر ښاغلی دوستم افغانستان ته راستون شي

اوزان ار طغرل زیاتوي چې د ولسمشر د لومړي مرستیال راستنېدل به یو بدلون رامنځته کړي.

د ترکیې دغه ډپيلوماټ د شنبې په ورځ (د چنګاښ په ۲۳ مه) په ترکیه کې د حکومت په ضد د ناکامې کودتا لومړنۍ کلیزې په یاد دلته په کابل کې د دغه هېواد په سفارت کې جوړې شوې غونډې ته وینا کوله وې ویل چې هغه د هېواد په شمال کې د خلکو اعتراضونه په دقت تعقیبوي.

کابل کې د ترکیې سفیر اوزان ارطغرل:« هغه سوال ته چې افغانستان ته د هغه د راستنېدو په اړه د ترکیې غوښتنه او یا نه غوښتنه مطرح ده، اړتیا نه وینم چې ځواب ورکړم. په دې اړه اړیکې ټینګې شوي او هیله ده په دې اړه په نېږدې راتلونکي کې پرمختګ وشي.»

ښاغلی دوستم به نېږدې راتلونکي کې افغانستان ته راستون شي او یو بدلون به رامنځته شي.

دا خبرې په داسې حال کې مطرح کېږي چې له لسو ورځو راهیسې هېواد ته د جنرال دوستم د راستنېدو سربېره د نظام الدین قیصاري د نیول کېدو په غبرګون کې د هېواد په ځيني شمالي ولایتونو کې لاریونونه دوام لري.

د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال دوستم پر احمدایشچي د جنسي تېري له تور وروسته ترکیې ته ولاړ چې نېږدې کسان يي وايي، حکومت دوستم ته اجازه نه ورکوي چې هېواد ته راستون شي.

په همېدې حال کې د ولسي جرګې ځينې غړي ګواښ کوي که‎چېرې حکومت د شمال او شمال ختیځ خلکو غوښتنو ته پاملرنه ونه کړي، اوسنی کړکېچ به ډېر شي او حکومت به د هغو د پایلو مسوول وي.

د ولسي جرګې غړی قدرت الله ذکي وايي:«که‎چېرې د خلکو برحقه غږ ته رسېدنه ونه شي، زموږ د ملت سپکاوی په ویاړ وویني ذلیل یې کړي داسې ذلیل یې کړو چې په خپله پوه شي.»

خو د ولسي جرګې یو شمېر نور غړي د نظام الدین قیصاري کارکړنې ناسمې بولي او د حکومت لخوا د هغه له نیول کېدو هرکلی کوي.

د ولسي جرګې غړی فتح الله قیصاري:«نظام الدین ته قسم ورکړئ چې تا څه ظلمونه کړي، په خدای باور وکړئ، یوه کس خپله مېرمن د زېږدون لپاره روغتون ته راوسته، هغه کس یې پوستې ته بیولی دوه ساعته کار کوي راځي چې ښځه او ماشوم یې دواړه مړه دي.»

نظام الدین قیصاري په فاریاب ولایت کې د سیمه ییزو قوماندانو له ډلې دی چې لس ورځې مخکې حکومت د زور واکۍ او قانونه کړنو په تور ونیولو.

په کابل کې د ترکیې سفیر وايي چې د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال دوستم د راستنېدو په اړه خبرې اترې روانې دي او ډېر ژر به هېواد ته راستون شي.

شریک یي کړئ