په امریکا کې د افغانستان نوي سفیر ډاکتر حمدالله محب د افغانستان د سفیر په توګه خپل باورلیک په رسمي توګه د امریکا ولسمشر بارک اوبا ته وسپاره.
حمدالله محب په سپینه ماڼۍ کې له بارک اوباما سره له لیدنې وروسته، وايي چې د افغانستان او د امریکا د متحده ایالاتو تر منځ به د اړیکو د پیاوړو کولو لپاره، هڅه وکړي.
وړاندې له دې چې د سفیر په توګه وپېژندل شي ښاغلي محب ولسمشر ته د هغه د دفتر د رییس د مرستیال په توګه خدمت کړی دی.
د هغه دندې د هغه د ویاند پر دفتر، د ډیپلوماتیکو مکتوبونو او اړیکو پر دفتر، د پروتکل پر دفتر، د ولسمشرۍ د عدالت غوښتنې او دارالانشا پر دفتر د څارنې په شمول وې.
ښاغلي محب په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د خپل خدمت په موده کې له دولتي سیالانو او د دوه اړخیزو او څو اړخیزو هوکړهلیکونو د مسودې په چمتو کولو کې اړیکییزه ونډه درلوده.
همداراز ښاغلی محب له آذربایجان، بلجیم، چین، آلمان، هند، ایران، نیپال، پاکستان، روسیې، سعودي عربستان، ترکمنستان، عربي متحده اماراتو، انګلستان او د امریکا له متحده ایالاتو سره د جغرافیايي او اقتصادي یو ځای کولو لپاره د دولت د استراتېژۍ د یوې برخې په توګه د ولسمشرۍ د رسمي بیاکتنو په چمتو کولو او ترسره کولو بوخت وو.
هغه د دولت او د افغانستان د ملي پراختیا د تدوین تر منځ د همکارۍ د څو هوکړهلیکونو لپاره د ولسمشرۍ د خبرو اترو د ټیم او د اصلاحاتو د استراتېژۍ مشري کړې ده.
محب په انګلستان کې د برونل له پوهنتون څخه په ممتازه درجه د دکتورا او لېسانس د درجې درلودونکی دی. همداراز د هغه پوهنتون، پوهنتون ته د ټولنیزو او کلتوري مرستو لپاره هغه ته یوه جایزه ورکړې ده او همداراز هغه تهیې د فلسفې د دکتورا لپاره د څېړنو تحصیلي بورس ورکړی دی.
له دولت سره د یو ځای کېدو څخه وړاندې، محب د افغانستان امریکايي پوهنتون او اېنتل شرکت لپاره کار کاوه.
محب د افغانستان د نړیوالې ټولنې په منځ کې د مدني ټولنې د یوه فعال مشر په توګه وو. هغه په اروپا کې د ځوانو افغان کډوالو د ټولنې او په برېتانیا کې د افغان زدهکړیالانو ټولنې بنسټ کېښود.
هغه همداراز د افغان متخصصینو د شبکې بنسټ کېښود او د دغې شبکې لپارهیې د مدیره پلاوي د رییس په توګه دنده ترسره کړې ده او د دغې شبکې د یوې برخې په توګهیې تینګ تنګ ته " د افغانستان خبرې اترې" او له یتیمو ماشومانو څخه د ملاتړ لپاره ټولنې ته د خدمتونو د خپرونې د لیکنې، په کابل کې ځانګړې اړتیاوې د افغان ښځو د لاسته راوړنو د رسمیت پېژندلو لپاره هڅې کړي دي.
ښاغلی محب په انګرېزۍ، پښتو، دري، اردو او هندي ژبو پوره بلدیت لري او همداراز هغه د افغانستان په وب پاڼه او په پوهنځیزو څېړنو کې یو لیکونکی دی.
په دې اړه مو اندونه