د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ګواښ کوي چې اوسنۍ اوضاع د خلکو لپاره د منلو وړ نه ده ځکه چې د دغې اوضاع اصلي لامل د حکومت د مشرانو کمزوري ده.
ښاغلي حکمتیار چې د جمعې په ورځ پروان ولایت کې خپلو پلویانو ته وینا کوله ټینګار وکړ چې د حکومت مشران له دې زیات د خلکو زغم نه ازمایي د هغه په وینا، ترڅو هغوی اړ نه شي چې د مشرانو په وړاندې لاس په کار شي.
هغه زیاتوي چې ارګ باید د ولسمشرانو مړستون او هدیره نه وي؛ د هغه په وینا ځکه داسې کسان وو چې غوښتل یې ارګ ته ورسېږي، خو د هغوی ته دا ځای په هدیرې بدل شو.
د حزب اسلامي مشر، په خپلې دغې وینا کې همدارنګه زیاتوي چې د حزب اسلامي سیالان په ناسالمو سیالیو لاس پورې کړی، د هغه په باور کومه پایله به ترلاسه نهشي کړای.
ګلبدین حکمتیار وايي چې ټول ګوندونه او سیاسي بهیرونه دې ژمنه وکړي چې سیاسي واک دې له یوه کس څخه بل کس ته د ټاکنو له لارې ترسره شي.