Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

حکمتیار: طالبان له جګړې ستړي او د "ډاډمنې سولې" غوښتونکي دي

د حزب اسلامي مشر، ګلبدین حکمتیار وايي د خلکو ترڅنګ ډېر شمېر طالبان هم له جګړې شوي او هېواد کې د یوې ډاډمنې سولې غوښتونکي دي.

 نوموړي له طلوع نیوز سره ځانګړې مرکې کې وايي په تېرو اوولسو کلونو کې په افغانستان کې و او له هېواده بهر نه دی تللی.

د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار په وینا دوی په یادو کلونو کې یې جنګیالیو د بهرنیو مرستو پرته او په خپلو امکاناتو د بهرنیو ځواکونو پر ضد جګړه کوله.

په داسې حال کې چې له طالبانو سره د سولې خبرې بهیر دوام لري، د حزب اسلامي ګوند مشر، ګلبدین حکمتیار وايي له طلوع نیوز سره په مرکه کې وايي ډاډمنه سوله د ټولو غوښتنه ده.

ښاغلي حکمتیار وايي:«احساس کوم چې نه یوازې زموږ ملت بلکې په ټوله کې له جګړې ستړي دي او د ډاډمنې سولې غوښتونکي دي، بلکې اکثر د طالبانو جګړه ییز ځواک هم له جګړې ستړی دی. لږ شمېر ښايي پر جګړې ټینګار وکړي.»

په دې مرکه کې ګلبدین حکمتیار په هېواد کې د وروستیو کلونو په ځانمرګي بریدونو کې د هغې د ګوند لاس لرل ردوي، خو مني چې د دې ګوند غړو په یو شمېر نورو سیمو کې د خپلو امکاناتو پر مټ، ځانمرګي بریدونه طرحه کړي او د یوې مېرمنې له‌خوا د یوه ځانمرګي برید کول هم مني.

هغه په دې اړه وايي:«خپله راغلې وه، داوطلبه وه، وروڼو ورته ټینګار کړی وو چې دا کار مه کوه، ځوانان شته، خو هغې وویل نه، ما پرېکړه کړې ده چې دا کار وکړم. یو شمېر کسان چې خپله داوطلبه وو او آن خپله یې امکانات هم برابرول. یو شمېرو یې پر خپلو امکاناتو تللي او عملیات یې کړي دي.»

په داسې حال کې چې په وروستیو کلونو کې د ګلبدین حکمتیار د ژوند په اړه بېلابېلې پوښتنې مطرح وې، خو هغه تاکید کوي چې په دې همدې موده له افغانستان د باندې نه دی تللی او د هېواد په یو شمېر سیمو په ځانګړي ډول، کونړ کې اوسېده.

نوموړی په دې اړه وايي:«په دې موده کې نه ما پاسپورټ درلود او نه مې د کوم هېواد ویزه. آن په دې موده کې یوه روغتون ته هم د درملنې په موخه نه یم تللی. یوازې یو ځل ډاکټر راغی وسایل یې کورته راوړل، د غاښ ستونزه مې درولده، چې رفع شوه.»

حکمتیار چې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره نوماند هم دی، د ولسي جرګې ټانې د خپل ګوند لپاره یوه ښه تجربه ګڼي او په کې د خپلو اړوند ۴۰ کسانو له بري خبر ورکوي.

په داسې حال کې چې له طالبانو سره د سولې خبرې بهیر دوام لري، د حزب اسلامي ګوند مشر، ګلبدین حکمتیار وايي له طلوع نیوز سره په مرکه کې وايي ډاډمنه سوله د ټولو غوښتنه ده

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه