د بهرنیو چارو وزارت د دې وزارت د پخواني سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي د څلور کلنې دندې په ویاړ غونډه وکړه.
په دې غونډه کې چې د کورنیو لوړپوړو چارواکو تر څنګ د امریکا متحده ایالتونو او ایران سفیرانو هم برخه درلوده، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د کرزي له هڅو مننه وکړه.
صلاح الدین رباني وویل، حکمت خلیل کرزي د خپلې دندې پر وخت د سولې او بهرني سیاست په برخه کې څرګند رول ولوباوه.
هغه وویل: «د افغانستان نننی نسل د دې خاورې د روښانه او ښې راتلونکې لپاره، تر هر څه زیات متقابل اعتماد ته اړتیا لري، متاسفانه چې په اوسني وضعیت کې موږ د دې اعتماد نیستي وینو.»
حکمت خلیل کرزي له ګډونوالو د مننې تر څنګ وویل، چې له بهرنیو چارو وزارت سره باید سیاسي چلند ونه شي.
هغه وویل: «د افغانستان بنسټونه ورځ تر بلې ښه کېږي، وړتیا يې ښه کېږي، هیله ده له بهرنیو چارو وزارت سره سیاسي چلند ونه شي، د دې وزارت وړتیا په دې اندازه کې ده، چې لاړ شي په نورو هېوادونو کې د افغانستان استازیتوب وکړي.»
د امریکا متحده ایالتونو سفیر جان بس هم د ښاغلي کرزي هڅې وستایلې او ويې ویل، چې هغه ملي ګټو ته ژمن او د سولې لپاره يې هڅې کړې دي.
جان بس وویل: «زموږ چې څه په توان کې وي، د حکومت له هڅو او هر هغه چا څخه چې په دې ټولنه کې د افغانستان راتلونکي ته ژمن وي، ملاتړ کوو، چې ټول افغانان په سوله کې ژوند وکړي.»
په ورته وخت کې د ایران سفیر محمد رضا بهرامي د حکمت خلیل کرزي د شخصیت او وړتیاوو په اړه وویل: «کله به چي موږ په مختلفو مواضعو کې خبرې کولې، پوره به مشخصې وي، ښايي یوه ښکاره ځانګړنه يې توازن او برابري وه، چې د افغانستان په بهرني سیاست کې يې په مختلفو موضوعاتو کې پر هغه باور درلود.»
حکمت خلیل کرزي نږدې دوه اوونۍ وړاندې د ځينو ژورو اختلافونو له امله له خپلې دندې استعفا ورکړه.