ملي یووالی حکومت قطر کې له طالبانو سره د امریکايي استازو د خبرو اترو اوږدېدلو پړه پر طالبانو اچوي.
اجراییه ریاست وايي د سولې خبرو اترو کې د طالبانو په سیاسي اراده کې شکونه موجود دي، له همدې امله دغه ډله نه اوربند او نه هم بین الافغاني خبرو ته لېواله دي.
خو په قطر کې د سولې په تړاو له روانو خبرو خبر لرونکې سرچینې وايي چې د طالبانو او امریکا تر منځ شپږم پړاو خبرې به پر مهمو موضوعګانو د یوې ګډې پرېکړې په لاسلیکولو سره پای ته ورسېږي.
له طالبانو سره د افغانستان د سولې په اړه د زلمي خلیلزاد د دندې له پیل نږدې اووه میاشتې تېرېږي، خو تر اوسه د دواړو لوریو ترمنځ په هېڅ یوې برخې هوکړه نه ده شوې.
د ملي یووالي حکومت طالبان د خبرو په اوږدولو او تر خوا یې د جګړې په دوام تورنوي.
د اجراییه ریاست مرستیال ویاند فریدون خوځون په دې اړه وویل:«موږ د طالبانو په هوډ شک لرو، ځکه چې هغوی نه اوربند ته حاضرېږي او نه هم بین الافغاني خبرو ته حاضرېږي.»
طالبان وايي، له امریکايي لوري سره د بهرنیو ځواکونو د وتو او همدا ډول نورو هېوادونو ته له افغانستان د خطر نه پېښېدو پر موضوع له هوکړې وروسته به، دا ډله د اوربند په اړه له افغان لوري سره بحث وکړي، خو امریکا وايي، تر هغه چې په دې موضوعګانو کې اوربند او له افغان حکومت سره د مذاکراتو بحث زیات نه شي، پر هېڅ یوې موضوع به هوکړه و نه شي.
د پوهنتون استاد نصرالله ستانکزي څرګنده کړه:«ځکه چې موضوعګانې ډېرې پېچلې دي او اړتیا ده چې دواړه لوري پرې ډېرې خبرې وکړي، نو ځکه ډېر وخت یې نیولی دی.»
نن پنځمه ورځ ده چې امریکايي پلاوی او طالب استازي د قطر په دوحه کې سره ناست دي. له دې خبرو باخبره سرچینې وايي، د روانو خبرو په اړه کوم ښه خبر نه شته.
د سیاسي چارو شنوونکی محمد حسن حقیار په دې اړه وویل:«تر یوې بریده هوکړو ته نږدې شوي او شونې ده چې په روژه کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه سره هوکړې ته ورسېږي.»
بلخوا د سولې عالي شورا هم له طالبانو غواړي چې اوربند او بینالافغاني خبرو اترو ته دې زمنیه برابره کړي.
د سولې عالي شورا ویاند غفوراحمد جاوېد وايي:«د دوحې له غوندې زموږ غوښتنه دا ده چې د بینالافغاني خبرې او د اوربند زمینه برابره شي.»
ښاغلي خلیلزاد د دوشنبې په ورځ له هندي چارواکو سره هم لیدلي، خو د سهشنبې په ورځ د شپږم پړاو خبرو د دوام لپاره بېرته قطر ته تللی دی. دې خبرو کې اوربند او له افغان حکومت سره مخامخ خبرې اجنډا ته داخلې شوي، خو لا روښانه نه ده چې په دې دواړو ټکو به هوکړه وشي او که نه؟