د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد په خپله ټويټر پاڼه کې لیکلي دي چې د سولې خبرې اترې نوي پړاو ته د ننه کېږي.
نوموړی چې تېره ورځ(دغبرګولي په ۱۹مه نېټه) کابل ته راغلی، زیاته کړې دا ځل به د یوې مودې لپاره کابل کې پاتې شي او له خلکو سره به د سولې په تړاو سلا او مشورې وکړي.
ښاغلي خلیلزاد په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي دي:«د سولې خبرې اترې یوه نوي پړاو ته د ننه کيږي، او افغانان باید تر ډېره مصروف ووسي.»
ښاغلی خلیلزاد وايي له ولسمشر غني سره یې په لیدنه کې د سولې په تړاو د نړیوالۍ او سیمهییزې اجماع او د سولې لپاره د پایلو په تړاو به ځانګړې توګه په دې وروستیو کې د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې د مثبت خوځښت په ګډون خبرې وکړي.
دی وړاندې وايي:«د سولې خبرې اترې به دوام ولري او لا به مخکې ولاړې شي، موږ هوکړه وکړه چې افغاني خبرې اترې به ضروري وي.»
ښاغلي خلیلزاد همداراز کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې له یو شمېر نورو سیاسي څېرو سره هم لیدلي دي.
کابل کې د امریکا سفارت د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې ښاغلی خلیلزاد به د ملي یووالي حکومت، مدني ټولنې او ښځو سره د سولې په تړاو له ډېرې خبرې وکړي.
خلیلزاد د سولې خبرو به تړاو د خپل اووم سفر په درشل کې د اسلام اباد، برلین او بروکسل وروسته کابل ته راغی.