Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

خلیل‎زاد: پر ځمکه د وسلې اېښودل د هر ډول سولې پایله ده

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‎‎زاد له طالبانو سره د شپږم پړاو د خبرو اترو په څلورمه ورځ وايي چې لوري باید له هوکړې وروسته خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي.

هغه ټینګار کوي چې امریکا په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کموالي لپاره چمتو ده:«د ټولو لورو له خوا پر ځمکه د وسلو اېښودل، د هر ډول سولې پایله ده. دغې پایلې ته د رسېدو او د تاوتریخوالي د کموالي لپاره د ټولو لورو هوکړه یو اړین ګام دی.»

ښاغلي خلیلزاد خپلې دا څرګندونې په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي. ظاهراً د خلیلزاد دا څرګندونې د طالبانو د وروستیو خبرو په غبرګون کې دي، چې ویلي یې وو، زلمی خلیلزاد دې دا هېر کړي چې موږ خپله وسله پر ځمکه کېږدو.

طالب ډلې تېره ورځ د سولې مشورتي لویې جرګې د اوربند غوښتنه هم رد کړې ده. دغې ډلې ویلي چې د هغوی جګړه جهاد دی او «د جهاد ثواب د روژې په مبارکې میاشت کې لا ډېر دی.»

دا په داسې حال کې ده چې له طالبانو سره د زلمي خلیلزاد د شپږم پړاو خبرې اترې د چهارشنبې په ورځ (د غوايي په ۱۱ مه) په دوحه کې پيل او لاهم دوام لري.

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو څرنګوالی، په افغانستان کې ترهګرۍ ته د فعالیت مخنیوی او دا چې له افغانستانه به نور هېوادونه نه ګواښل کېږي، د اوربند رامنځته کول او له افغان حکومت سره د طالبانو د خبرو اترو پیل، هغه موضوعګانې دي چې له دغو خبرو اترو د خبرلرونکو سرچینو په وینا، په دغه پړاو کې به پرې خبرې وشي.

له طالبانو سره د زلمي خلیلزاد د شپږم پړاو خبرې اترې د چهارشنبې په ورځ (د غوايي په ۱۱ مه) په دوحه کې پيل او لاهم دوام لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه